پلخمري(پژواک، ٤ کب ٩٧): بغلان کې په لومړي ځل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سلو بېوزله مېرمنو سره د ګنډل شويو جامو مرسته وشوه.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو مراسمو ته د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس عبدالبشیر اظهر وويل چې له بېوزله کورنیو سره د مرستې په نیت یې د یو شمېر ښځینه خیاطیو له کورسونو یې ګنډل شوې جامې را ټول کړي او نن يې پر سلو بېوزله ښځو ووېشلې.
اظهر زیاته کړه: ((دغه مرسته مو د ښځو د نړيوالۍ ورځې په مناسبت له دغو بېوزله ښځو سره کړې ده .))
په دې مراسمو کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي له بېوزله مېرمنو سره د شویو مرستو د هرکلي ترڅنګ له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې د ژمي موسم کې دې د بېوزله مېرمنو د لاسنیوي په موخه مرستې وکړي.
والي د بېوزلۍ اصلي لامل روانه جګړه وبلله، خو هیله یې وښوده چې که د سولې روانې خبرې بریالۍ شوې، نو دغه ستونزې به هوارې شي.
په ورته وخت کې د نظربېګم په نوم مېرمنې چې یوه جوړه جامې یې ترلاسه کړې وې، پژواک ته وویل: ((د کورنۍ شپږ تنه را تر غاړې دي او په کور کې هېڅ نه لري، په دې يوه جوړه جامو هم ډېره خوشحاله يو.))
د يادونې ده چې د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالۍ ورځې په نوم نومول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن