د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روسيه: قطرکې دامريکا او طالبانو خبروکې دې ترکيه هم ورګډه کړل شي

روسيه: قطرکې دامريکا او طالبانو خبروکې دې ترکيه هم ورګډه کړل شي

Feb 23, 2019 - 11:03

 کابل (پژواک، ٤ کب ٩٧) : د افغانستان د سولې لپاره د روسيې ځانګړى استازى ضمير کابلوف وايي چې ترکيه په افغان سوله کې مهم رول لوبولوى شي.

نوموړي دغه څرګندونې ترکيې ته د سفر پر مهال په ياد هېواد کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته کړې دي.

کابلوف زياته کړې، ترکيه د افغانستان د سولې په مسئله کې مهم رول لوبولی شي؛ نو ځکه دې د قطر په راتلونکې غونډه کې ورته د ګډون فرصت ورکړل شي.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په قطر کې د امريکا  او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو پيل شي.

د روسيې ځانګړي استازي دغه راز ويلي چې امريکا په يوازې ځان د افغانستان ستونزه نه شي هوارولى، ددې اړتيا ده چې ځېنې نور اړخونه هم په دې خبرو کې ښکېل کړي.

کابلوف هيله څرګنده کړې چې له سياسي لارو ممکنه ده، افغان جګړه ختمه شي، خو ددې اړتيا ده چې د افغان حکومت په ګډون نور اړخونه هم په کې ښکېل کړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement