د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان دکندهار د معروف ولسوالۍ د نیولوادعا کوي خو چارواکي یې ردوي

طالبان دکندهار د معروف ولسوالۍ د نیولوادعا کوي خو چارواکي یې ردوي

Feb 23, 2019 - 08:40

کندهار (پژواک، ٤ کب ۹۷): وسله وال طالبان ادعا کوي چې د معروف ولسوالۍ مرکز یې له دوه کلنې کلابندۍ وروسته نیولی، خو امنیتي چارواکي دغه ادعا ردوي او وايي چې د ولسوالۍ مرکز یې له یوې سیمې بلې ته لېږدولی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي،د معروف ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني یې نیولي او دولتي سرتېري ورڅخه وتلي دي.

هغه زیاتوي، د دغې ولسوالۍ نورې سیمې د هغوی تر ولکې لاندې وې او یوازې مرکز یې د دولت په واک کې و چې له تېرو دوو کلونو راهیسې کلابنداو د دوى تر درنو بریدونو لاندې وو.

دی وايي، پرون غرمه یوه بجه دولتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني تخلیله کړل او ودانیو ته یې اور واچاوه.

نوموړی ادعا کوي چې له دولتي ځواکونو څخه یوه اندازه نظامي توکي او لوازم هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

خو د کندهار امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعاوې ردوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د معروف ولسوالۍ مخکینی مرکز په یوه غرنۍ ساحه کې و او په دې ساحه کې خلک هم ډېر نه وو، نو د کندهار نظامي شورا پرېکړه وکړه چې مرکز بل ځای ته ولېږدوي.

دی وايي، دغه پرېکړه د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوې وه او هغوی هم منظور کړې وه چې د ولسوالۍ مرکز دې په تکتیکي توګه بلې سیمې ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړه، د همدې پرېکړې پر بنسټ د معروف ولسوالۍ مرکز له اوسني ځای څخه ۸ کیلومتره لرې یوې بلې سیمې ته لېږدول شوی چې ساحه یې پراخه ده او په پلان کې ده چې یوه معیاري ودانۍ ورته جوړه شي څو خلک هم لاسرسی ورته ولري.

د ده په خبره، د همدې پرېکړې له مخې، په دغې ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ملي اردو، سرحدي او ملي پولیسو له خوا ګډ عملیات هم روان دي.

د معروف ولسوالۍ یو قومي مشر جانان ګلزي هم پژواک ته وویل چې د ولسوالۍ مرکز له یوې سیمې بلې ته لېږدول شوی چې همدې ته وسله والو طالبانو د نیولو نوم ورکړی دی.

خو هغه ومنله چې د ولسوالۍ مرکز له ډېره وخته د وسله والو طالبانو له خوا محاصره و.

دی وايي، د خوګیاڼو په نوم دغه سیمه چې اوس حکومت ورڅخه بلې سیمې ته ولسوالۍ لېږدولې ده، کلونه وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ولسوالۍ د مرکز په توګه ټاکل شوی و او په اوسني نظام کې هم پر خپل حال پاتې و.

د ده په خبره، په دغه سیمه کې بېلابېل قومونه اسحاقزي، علیزي، بارکزي، الکوزي او خوګیاڼي استوګنه لري چې ډېری یې د وسله والو طالبانو تر اغېز لاندې دي او حکومت په کې هومره حاکمیت نه درلود.

دی وايي، د ولسوالۍ مرکز او امنیې قوماندانۍ دغلته په یوه خټینه کلا کې فعالیت درلود، چې په خوا کې یې د ده له خوا یو جومات او د دولت له خوا یو کلینیک هم جوړ شوی و او دغه راز یو وړوکی بازار هم دلته جوړ شوی و.

خو د ده په وینا، دغو ودانیو او بازار ته موده وړاندې هغه مهال دروند زیان واوښت چې د دغې ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو له خوا د یوه هاموې موټر په وسیله خونړى برید تر سره شو.

په دغه برید کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز ده دا یادونه هم وکړه چې ولسوال هم په میاشتو میاشتو ولسوالۍ ته نه ورته.

دی وايي، د ابتو په نوم اوسنۍ سیمه چې د ولسوالۍ مرکز ورته رالېږدېدلی، د دولت تر واک لاندې سیمه ده او د سرحدي پولیسو پوستې هم په کې شته چې حکومت به وکولای شي په دغه سیمه کې د ولسوالۍ مرکز خوندي وساتی.

معروف ولسوالي له کندهار ښار څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډفرضي کرښې ته څېرمه پرته ده چې له بلوچستان او کویټې سره ١٥٥ کيلو متره ګډه پوله لري او دغه راز د زابل ولايت له اټغر، شملزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده.

توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او باديني هغه درې لارې دي چې له يادې شوې ولسوالۍ څخه د کرښې هغې غاړې (پښين او کويټې) ښارونو ته غځېدلې دي.

د دغې ولسوالۍ د کليو شمېر ٣٦٠ ته رسېږي، چې له ١٥٠ تر ٢٠٠ زره تنو پورې وګړي په کې ژوند کوي چې اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement