د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه کې ورښتونو او سېلابونو لسګونه کورونه نړولي

لښکرګاه کې ورښتونو او سېلابونو لسګونه کورونه نړولي

Feb 23, 2019 - 12:58

لښکرګاه (پژواک، ۴کب ۹۷):د هلمند په مرکز لښکرګاه کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو لسګونه کورونه نړولي او سلګونه جريبه ځمکه يې وړې ده چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه د باباجي سيمې اوسېدونکي عبيدالله د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله په دې سيمه کې شاوخوا ٩٠ کورونه نړېدلي دي.

هغه وايي: ((بارانونو او سېلابونو د خلکو کورونه نړولي، د خلکو سلګونه جريبه ځمکه يې لاندې کړې، خلک سخت په مشکل کې دي، بايد ډېر ژر کومکونه ورسره وشي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولي زو سيمې اوسېدونکي هم د سېلابونو له امله ځپل شوي دي.

دغه راز دباباجي بل اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل: ((بارانونو او سېلابونو زموږ کورونه نړوالي ځمکې او فصلونه يې رانه وړي او که دغه ورښتونه دوام وکړي، نو کېداى شي يو شمېر کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.))

ده پر حکومتي چارواکو او خيريه موسسو غږ وکړ چې د دغې سيمې له زيانمن شويو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د ولي زو سيمې يو تن قومي مشر ملک ګل محمد هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې هم بارانونو د خلکو ځمکې وړي او کورونه يې نړولي دي او خلکو ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړى زياتوي:((هم يې د خلکو کورنه وران کړي او هم يې ورته فصلونه خراب کړي چې دغه خلک يې په هېڅ صورت د بيا جوړولو توان نه لري.))

د يادو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکايتونه وکړل او له حکومت او خيريه موسسو څخه يې د اړينو مرستو غوښتنه وکړه.

خو بل لورته حکومتي چارواکي بيا وايي چې ډېر ژر به د يادو سيمو له اوسېدونکو سره اړينې مرستې ترسره کړي.

د هلمندسرپرست والي مجاهدالله صفاري پژواک ته وويل چې د دغو سيمو زيانمن شوي اوسېدونکي دې، په دې اړه ولايت مقام ته خپله عريضه وړاندې کړي.

صفاري وايي:((عريضې دې راوړي موږ به ورته پلاوى وټاکو، سروې به يې وکړو او له هغه وورسته به ورسره اړينې مرستې هم ترسره کړو.))

د يادونې ده چې په تېرو کلونو کې هم د باباجي او ولي زو سيمو اوسېدونکي د سېلابونو له امله ځپل شوي، خو تر اوسه دغه ستونزه په اساسي توګه نه ده حل شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement