ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار ښار کې د سمنک مېله جوړه شوه

مزار ښار کې د سمنک مېله جوړه شوه

author avatar
23 Feb 2019 - 17:46
مزار ښار کې د سمنک مېله جوړه شوه
author avatar
23 Feb 2019 - 17:46

مزار شريف (پژواک، ۴کب ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د نوي لمريز کال د را رسېدو په مناسبت د سمنک مېله جوړه شوه.

دغه مېله هر کال د پسرلي په را رسېدو د سمنک په پخولو او مېرمنو په راټولېدو نمانځل کېږي، چې سږ کال يې د سمبالښت چارې بلخ کې د ښځو شبکې پر غاړه درلودې.

د بلخ د ښځو شبکې مسوولې معصومه رحيمي پژواک ته وويل، چې موخه يې دا ده؛ څو دغه دود او دستور ژوندی وساتل شي.

هغه زياتوي، چې د سمنک مېلې تر څنګ مېرمنې راټولېږي او د راتلونکي کال او پسرلي لپاره فال ګوري.

د مېرمن رحيمي په وينا، دوی به د يادې مېلې په ترڅ کې هيله وکړي، چې راتلونکی کال باراني وي او همدا راز په سياسي برخه کې د سولې زېری واوري.

هغه زياتوي، چې افغانستان کې د مېرمنو لپاره د خوښۍ خبرونه ډېر کم وي او د سمنک مېلې په څېر د جشنونو په پلمه دوی کولای شي، چې تفريح وکړي.

د ښځو شبکې مسوولې دا هم وويل، چې مېرمنې بايد په ټولنه کې فعال رول ولري.

د ښځو د حقونو يوې فعالې مبينې خير اندېش پژواک ته وويل، چې سمنک مېله مزار شريف کې د لرغونو جشنونو له ډلې يوه ده .

د هغې په خبره، ياده مېله هر کال د نوروز په را رسېدو سره په کورونو کې تجليل کېږي او مېرمنې په کې راټولېږي، سندرې وايي او خوښي کوي.

هغې د سولې روانو خبرو ته په اشارې وويل، چې د څلور لسيزو جګړو له امله افغانانو ته د انساني تلفاتو اوښتو تر څنګ کلتوري زيانونه هم اوښتي او بايد نور روان جنګ پای ته ورسېږي.

مزار شريف کې د فاطمه بلخي لېسې مديره مسکا ترين چې يادې مېلې ته ورغلې وه، وايي، چې ددا ډول جشنونو جوړول ښه پايله درلودای شي.

نوموړې همدا راز له بلخي مېرمنو هم غوښتنه وکړه، چې د ټولنې د جوړېدو برخه کې د نارينه وو تر څنګ ودرېږي او کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.