ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ګونګیانو او کڼو اووه کسیزه کورنۍ له اقتصادي ستونزو ځورېږي

پروان کې د ګونګیانو او کڼو اووه کسیزه کورنۍ له اقتصادي ستونزو ځورېږي

author avatar
23 Feb 2019 - 18:13
پروان کې د ګونګیانو او کڼو اووه کسیزه کورنۍ له اقتصادي ستونزو ځورېږي
author avatar
23 Feb 2019 - 18:13

چاريکار (پژواک،٤ کب ٩٧): په پروان کې د ګونګیانو او کڼو یوه اووه کسیزه کورنۍ چې د ګونګیانو د یوې جوړې د واده حاصل دی، په دې ساړه ژمي کې د خونو د ګرمېدو لپاره هيڅ وسيله نه لري .

 ۵۰ کلن محمد همایون چې کوڼ دی او خبرې هم نه شي کولی د دغې کورنۍ مشر دی او د محجوبې په نوم ۵۰ کلنه ښځه یې هم کڼه او د خبرو له نعمته بې برخې ده.

د یادې جوړې د واده حاصل دوه زامن او دوه لوڼې دي چې دوی ټول هم کاڼه او ګونګيان دي.

د دې کورنۍ غړي له درد او غمه ډک زړونه لري، ظاهرا چوپ دي خو د زړه خبرې په اشاري ژبه کوي.

دغه کورنۍ د خپلې اوسېدو په سیمه (د پروان په مرکز تتمدره) کې د «ګونګیانو» په کورنۍ مشهوره ده.

د محجوبې خور محبوبې پژواک ته وویل، همایون او محجوبه دواړه ګونګي زېږېدلي او خبرې نه شي کولی.

هغې زیاته کړه: ((۲۶ کاله مخکې مې د ګونګ او ګونګې واده وکړ او اولادونه یې هم ګونګیان دي.))

دغه کورنۍ د ژمۍ په سړه هوا کې په دوو خونو کې د هوا د ګرمېدو له کومې وسیلې لکه صندلۍ او نورو پرته ژوند کوي. دوه خونې لرونکى کور يې خپل دى .

محبوبې د خپلې خور د کورنۍ د ستونزو په اړه د خبرو پر مهال  په ژړا  وویل، دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو خونو د ګرمېدو لپاره د سون موادو د اخیستو توان نه لري، بلکې د اړتیا وړ خوراکي توکي هم نه لري او له هغو سبزیجاتو ډېره استفاده کوي چې له ژمي مخکې یې د خلکو په کروندو کې د کار پر مهال وچ کړي وي.

هغې زیاته کړه، اوس د دې کورنۍ د اسدلله په نوم یوازې یو غړی چې ۱۵ کاله عمر لري د غنمو د پاکولو په یوه شرکت کې د ورځنۍ سل افغانۍ مزدورۍ په بدل کې کار کوي.

 هغې زیاته کړه، د محمد نصیب په نوم مې د خور مشر زوی چې ۲۵ کاله عمر لري بېکاره دی او نه دی توانېدلی چې د کوڼوالي او ګونګوالي له امله ځان ته کار پیدا کړي.

 مېرمن محبوبې وویل، محمد نصیب د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله سخت ځورېږي خو هر څومره هڅه  چې کوي ځان ته کار نه شي پیداکولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.