ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوشمېر ماشومانو د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه

په جوزجان کې يوشمېر ماشومانو د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه

author avatar
23 Feb 2019 - 15:06
په جوزجان کې يوشمېر ماشومانو د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه
author avatar
23 Feb 2019 - 15:06

شبرغان(پژواک، ۴ کب ۹۷): د جوزجان ولایت یو شمېر ماشومانو د رسامۍ په یوه پروګرام کې د ګډون او د طبیعت د ښکلا د انځور په رسمولو د جګړې د پای ته رسېدو، د سولې د ټینګښت او له  دښمنۍ څخه د وسله والو مخالفینو د لاس اخیستو غوښتنه وکړه.

نن له ۲۰ ډېرو ماشومانو په شبرغان ښار کې د «انجمن اجتماعی روز» له خوا د «سولې لپاره یوه خوله خندا او یوه هیله» تر عنوان لاندې د رسامۍ په جوړه شوې سیالۍ کې ګډون وکړ.

د یادونې ده چې په دغه پروګرام کې درېیو هغو ماشومانو ته انعمامونه ورکړل شول چې رسامیو یې د سوله غوښتنې روښانه پیغام درلود.

د ماشومانو ټول رسمونه د سولې او پخلاینې، ارامۍ، دوستۍ او همغږۍ، له جګړې کرکه او سولې ته د بلنې ښودونکي وو.

یاد ماشومان په هېواد کې د جګړې دوام د افغانانو په ګټه نه ګڼي او وايي، جګړه له تباهۍ، ویجاړیو او ورانیو پرته بل حاصل نه لري او ښه داده چې د جګړې لوري له دښمنۍ لاس واخلي او د کینې او کرکې په پرېښودو یو او بل ته د مینې غېږ خلاصه کړي.

 صبا چې په یاده سیالۍ کې یې لومړى مقام خپل کړی پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیالۍ کې یې ځکه ګډون کړی چې خپله هیله مندي «په هېواد کې سوله او پخلاینه» ده رسم کړي او له مخالفینو وغواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

 هغې زیاته کړه: ((په خپله رسامۍ سره غواړم په جګړه کې ښکېلو کسانو ته د مینې پیغام ورسوم او خلک یووالي ته راوغواړم.))

 هغې د دې په بيانولو چې د رسنیو له لارې د جګړې او وینه تویېدو د صحنو له لیدلو ستړي شوي یو وویل، د ښوونځي دروازې تړل کېږي او دغه چاره د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوې ده.

د یادې کوچنۍ نجلۍ په خبره، هر کله چې سوله راشي، ماشومان درسونه وايي او ټول ازاد ژوند کوي، مخالفین دې د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو له لارې نورو ته د ارامه ژوند حق ورکړي.

د بهارې په نوم له جګړې بلې ستړې شوې اووه کلنې ماشومې چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی و او په هېواد کې یې د سولې غوښتنه وکړه په خپله ماشومانه ژبه وویل: ((تاسو ته عذر کوم چې نور جنګ مه کوئ او سوله وکړئ څو ټول له یو بل سره په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړو.))

هغې زیاته کړه، په جګړه کې انسانان وژل کېږي او له تباهۍ پرته انسانانو ته نور هېڅ په لاس نه ورځي.

د روز ټولنيز انجمن منشي مریم یوسفي پژواک ته وویل، د رسامۍ دغه پروګرام په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.