د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څېړنه: څه باندې ۹۰ سلنه مرکه شوي د سولې ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي

څېړنه: څه باندې ۹۰ سلنه مرکه شوي د سولې ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي

Feb 23, 2019 - 20:05

کابل (پژواک، ۴کب ۹۷): د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې څه باندې ۹۰ سلنه مرکه شوي سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي او د سولې د ټینګښت او د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دا څېړنه چې د ((سولې او ټاکنو)) په اړه ده، د افغانستان  د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) او اریانا نیوز له لوري د هېواد بېلابېلو قومونو ته منسوب له ۵۳۷۰ کسانو څخه چې زر تنه يې ښځې دي، د یوې نیمې میاشتې په موده کې  په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

په دې څېړنه کې د سولې له بهېر څخه د هېودوالو غوښتنې، د سولې او ټاکنو تر منځ د هېوادوالو انتخاب او د سولې ټینګښت او ټاکنو په اړه د خلکو نظریات شامل شوي دي چې په دې جریان کې له مرکه شويو څخه ځينې پوښتنې لکه: ((ایا سوله غواړئ؟ که ټاکنې غواړئ؟ او د سولې او ټاکنو له بهیرونو څخه کوم ته لومړیتوب ورکوئ)) پوښتل شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې(نی) اجرايي مشر مجیب خلوتګر، وویل چې مرکه شويو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سوله غواړي؟ ۵۲۹۵ تنه چې ۹۸،۴ سلنه جوړوي، مثبت ځواب او ۸۷ کسانو چې ۱،۶ سلنه کېږي، له طالبانو سره د سولي نه کولو ته منفي ځواب ورکړی دی.

هغه وویل چې د دویمې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټاکنې غواړئ؟ ۴۹۹۰ کسانو چې ۹۲،۸ سلنه کېږي، مثبت ځواب او ۳۸۰ تنه چې ۷،۱ سلنه کېږي، منفي ځواب ویلی دی او ۹ کسانو نورو ځواب نه دی ورکړی.

مرکه شويو په دې اړه چې سولې او که ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي؟ ۴۸۵۲ کسانو ۹۰،۲ سلنې کېږي، د سولې ټینګښت غوښتنه یې کړې ده او ۴۲۹ کسانو چې ۸ سلنه کېږي، د ټاکنو ترسره کېدو وړاندیز یې کړی دی؛ خو ۷۴ تنه چې ۱،۴ سلنه کېږي، کوم ځواب نه دی ویلی.

د اریانا نیوز مشر شریف حسنیار دا څېړنه په داسې حال کې مهمه وبلله چې د سولې خبرې اترې دوام لري او ټاکنې په مخ کې دي.

نوموړي سوله د هېوادوالو بنسټيزه اړتیا وګڼله، ویې ویل: ((خلک تر ټولو لومړی په جګړو کې زیانمن کېږي او له سولې پرته خلکو ته بل څه مهم نه دي.))

په پاکستان پخوانی افغان سفیر محمدعمر زاخیلوال د څېړنې له خپرېدو وروسته په یوه مناظره کې وویل چې په هېواد کې د سولې مدیریت او د ټاکنو ترسره کېدل، نیمګړتیاوې لري.

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې حکومت د سولې ټینګښت او ټاکنو لپاره منظم پروګرام نه لري، وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید پروګرام موجود وي، ځکه په تشو خبرو سوله نه شی راتلای.

نوموړي د سولې بهیر او ټاکنو کې د سیاسي څېرو پر عزل نیوکه وکړه، ویې ویل، که حکومت د ملي پرېکړو لپاره  ټولو سیاسیونو ته غېږ پرانیزي، په دې توګه به ټولې شته ستونزې هوارې شي.

د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده چې په یاده مناظره کې يې ګډون درلود، دې مطلب ته په اشارې چې حکومت سولې ته دومره لېوالتیا نه لري، زیاته کړه چې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول هم یو ټاکنیز کمپاین دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل چې له ترهګرو، د ځمکو غاصبینو، د نشه یي توکو قاچاقبرانو او په جرمي اقتصاد کې له ښکېلو کسانو پرته، نور ټول هېوادوال سوله غواړي او حکومت هم د سولې ټینګښت ته ښه پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

هغه د سولې بهیر اوږدمهالی وباله، ویې ویل چې سولې، باورجوړونې او توافق ته رسېدو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement