کابل (پژواک، ٤ کب ٩٧) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په دويمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د هندوستان په دهرادن ښار کې ترسره شوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل، د ملي لوبډلې لومړنيو لوبغاړو حضرت ځاځي او عثمان غني داسې لوبه وکړه، چې مينه وال يې فکر يې هم نه کولو، دواړه لوبغاړو ٢٣٦ منډې جوړې کړې، چې يو نړيوال ريکارډ دى، افغانستان په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې ددرېيو لوبغاړو په سوځېدلو سره ٢٧٨ منډې جوړې کړې چې په شل اووريزو نړيوالو سياليو کې تر ټولو زياتې منډې دي.
ملي لوبغاړي حضرت ځاځي د ١٦ شپږيزو او ١١ څلوريزو پر مټ ١٦١ ناسوځېدلې مندې جوړې کړې، چې په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې دويم ډېرې منډې دي.
د ايرلينډ لوبډلې هم ددغه هدف ترلاسه کولو لپاره تېزه لوبه پيل کړې وه، خو راشد خان يې پر وړاندې خنډ واقع شو او د هغوى د منډو مخه يې ونيوله. دايرلينډ لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدلو سره ١٩٤ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٨٤ منډو په توپير سره وګټله.
راشد خان څلور ، مجيب او فريد ملک يو يو لوبغاړي وسوځول، حضرت ځاځى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن