پلخمري (پژواک، ٥ کب ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې سږ کال په بغلان ولايت کې د سولې په نوم يو ميليون نيالګي اېښودل کېږي.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي د کب په ۵مه د نيالګي اېښودو مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال په ټول افغانستان کې لرو پرتو سیمو ته د سولې پيغام د لېږد په موخه د ولسمشر غني له غوښتنې سره سم د سولې په نوم نیالګي کېنول کېږي چې خلکو ته د سولې پیغام ورکړي.
هغه زياته کړه چې په بغلان کې هم د سولې په نیت سږ کال له یو میلیون زیات نیالګي اېښودل کېږي چې د ساتنې لپاره یې هم دولتي مامورینو ته لارښونه شوې ده.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ ريیس عبدالغیاث صدیقي هم د مېوه لرونکو نیالګیو کېنولو په برخه کې د خلکو لېوالتیا ته په کتو وویل: ((سږ په ټول بغلان کې یو میلیون او سل زره نیالګي کېنول کېږي چې ډېری یې د مېوو لرونکو ونو دي.))
صدیقي زیاته کړه د نیالګیو ټول لګښت ورته نه دی معلوم خو هغه چې د کرنې ریاست یې پالنه کړې پر یو نیالګي ۳۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې دولتي ادارو ته یې وړیا او باغدارانو ته یې په مناسب قیمت وېشي.
د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، سږ کال په بغلان کې زر جریبه ځمکه باغدارۍ ته چمتو شوې چې د هر ډول مېوه لرونکو ونو نیالګي به په کې کېښودل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن