مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مېرمنو د اقتصادي ځان بسياينې په موخه کنفرانس جوړ شو.
ياد کنفرانس د روښانه نن او سبا بنسټ له خوا د بلخ ولايت مقام په تالار کې جوړ شوی و چې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنو برخه په کې اخيستې وه.
په دغه کنفرانس کې د ښځو د اقتصادي ځان بسياينې په تړاو پر يو شمېر نوو طرحو بحثونه وشول.
د روښانه نن او سبا بنسټ مشر نجيب الله غضنفر د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کنفرانس يې د مېرمنو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د اقتصادي پلان جوړولو په موخه جوړ کړی دی.
هغه زياته کړه چې پخوا به دا ډول پروګرامونه د بهرنيو موسسو او بنسټونو له لوري جوړېدل؛ خو په وينا يې چې د لومړي ځل لپاره ياد پروګرام د کوم بهرني ډونر له مرستې پرته د روښانه نن او سبا بنسټ او د بلخ د ښځو چارو رياست لخوا ترتيب شوی دی.
نوموړی وايي، په دې کنفرانس کې پر دې بحث کېږي؛ څو هغه مېرمنې په څه ډول سوداګري شروع کړي، چې ډېره سرمايه نلري.
د هغه په خبره، په وروستيو کلونو کې د افغانستان له پوهنتونونو د ځوانانو د فراغت کچه زياته شوې؛ خو په مقابل کې بيا د دولت د جذب کچه ډېره کمه ده چې له همدې امله زيات لوستي کسان وزګار ګرځي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ډېر ځوانان وينو چې زده کړې يې کړې؛ خو بيا وزګار ګرځي او کله چې پوښتنه ترې وکړې نو وايي چې واسطه او د رشوت لپاره پيسې نه لري. ستونزه په دې ډول نه حل کېږي، زموږ ځوانان بايد دا فکر ولري چې په دولت کې د کار نه موندلو په صورت کې بايد شخصي کاروبار او سوداګري شروع کړي.))
هغه دا هم وويل، يو شمېر مېرمنې د شخصي سوداګرۍ لپاره غوره طرحې لري؛ خو خپلو توليد شويو توکو ته د بازار موندنې برخه کې ستونزې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن