ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د نیمروز پوهنتون د لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر غني د نیمروز پوهنتون د لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

author avatar
24 Feb 2019 - 13:37
ولسمشر غني د نیمروز پوهنتون د لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده
author avatar
24 Feb 2019 - 13:37

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٧): ولسمشر غني د چابهار بندر له لارې د افغانستان د لومړۍ صادراتي محمولې د پرانیستې تر څنګ د نیمروز پوهنتون د لیليې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښوده.

له ارګه پژواک خبري اژنس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چابهار بندر له لارې د افغانستان د لومړۍ صادراتي محمولې د پرانیستې په موخه نن سهار د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته تللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په زرنج هوایي ډګر کې د نیمروز ملکي او نظامي مسوولینو او د یاد ولایت مشرانو او متنفذینو ولسمشر او ورسره  پلاوي ته هرکلی ووایه، وروسته ولسمشر غني د نیمروز پوهنتون د لیليې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

د دې پروژې انجنیرعبدالباقي عمر جمهور ريیس ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د نیمروز پوهنتون لیلیې ودانۍ چې په پنځو پوړونو کې جوړېږي، ۱۸۰ خونې به یې د ۱۲۰۰ محصلینو ځایولو ظرفیت ولري.

د دې لیلیې د ودانۍ جوړولو کار به په یو کال کې بشپړ شي. دغه پروژه د دولت له بودجې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

ولسمشر د نیمروز پوهنتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل: "د لیلیې د ودانۍ ډبره اېښودل ماته د خاص ویاړ خبره ده اود نیمروز ځوانانو او مشرانو ته یې مبارکي وایم په یو کال کې به مجهزه لیله جوړه شي."

ولسمشر څرګنده کړه، ولایتونو ته د ځانګړې پاملرنې لپاره مې یو خاص عملیاتي واحد په ارګ کې ایجاد کړی چې له کاغذ پرانۍ او ستونزې پرته په سرعت کار وکړي.

د دارالامان ماڼۍ په ګډون نورې ماڼۍ، لیلیې او ودانۍ هم د دغه واحد له لوري جوړېږي.

ولسمشر د دې پروژې انجنیر ته په خطاب کې وویل، "له زحمته مو مننه نظارت مو تل قوي اوسه."

هغه زیاته کړه، د دې پروژو کیفیت به په مراتبو ښه او قيمت به یې ټیټ وي او مهمه موضوع دا ده چې پروژې او کارونه به پر وخت بشپړوي.

محمد اشرف غني وویل: ((نیمروز له اقتصادي پلوه ښه پرمختګونه لرل اونورې لویې پروژې هم په پام کې دي او بشري پانګې ته یې هم ځانګړې پاملرنه کېږي چې له دې پانګې به ټول افغانستان ګټه واخلي.  لکه زموږ عظیم او تاریخي سیستان چې د علم، فرهنګ او هنر مرکز او د عیارو او اتلانو هیواد و. یو ځل بیا یې ټولو ته مبارکي وایم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.