ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو دولتي روغتونونو کې ناروغان اړ دي ان د جراحۍ ځينې توکي بازار کې وپيري

ځينو دولتي روغتونونو کې ناروغان اړ دي ان د جراحۍ ځينې توکي بازار کې وپيري

author avatar
24 Feb 2019 - 15:14
ځينو دولتي روغتونونو کې ناروغان اړ دي ان د جراحۍ ځينې توکي بازار کې وپيري
author avatar
24 Feb 2019 - 15:14

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٧): خلکو ته وړيا روغتيايي خدماتو وړاندې کول د دولت قانوني مکلفيت دى، خو ناروغان د کابل په ځينو دولتي روغتونونو کې ځيني درمل او ان د جراحي عمليات توکي په بازار کې پېري.

ځيني کسان ادعا کوي چې په بازار کې ناروغانو ته دوا او نور اړين توکي پېري چې يوه اندازه يې د روغتون ځيني کارکوونکي سره وېشي او ناروغانو ته نه ورکول کېږي، خو د روغتونونو چارواکي دغه څرګندونې ردوي.

د اساسي قانون د ٥٢مې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: "دولت د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسېلې او روغتيايي اسانتياوې د قانون له حکمونو سره سم تامينوي."

خو په کابل کې د رابعه بلخي په نوم نسايي ولادي دولتي روغتون کې د يوه ناروغ پايواز اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناروغ يې له باميانو دغه روغتون ته راوړی او دلته يې جراحي عمليات شوي دي.

د ده په وينا، په روغتون کې د هغه د ناروغ د درې ورځني بستر پر مهال يې د روغتون د ډاکترانو له نسخو سره سم د زرګونو افغانيو دوا او ان دستکش يې له بازاره پېرلي دي.

په دغه روغتون کې د يو بل ناروغ پايواز چې نه غواړي نوم يې څرکند شي، ورته څرګندونې کوي.

هغه وايي، دوې ورځې کېږي چې ناروغ يې په دغه روغتون کې بستر دى او په دې موده کې يې د ٥٠٠٠ افغانيو دوا او ان دستکش له بازاره راوړي دي.

دغه راز د کاپيسا ولايت اوسېدونکي شريف الله وويل چې ناروغ يې په ياد روغتون کې عمليات شوى دى.

دى زياتوي: "ناروغ ته مو سېروم او نوره دوا له بازاره راوړې ده."

د دغو کسانو ځينو ويل چې ډاکټران له اړتيا ډېر درمل راغواړي، ټول ناروغ ته نه ورکوي او ځيني د روغتون کسان يې سره وېشي.

دغه کسان وايي، په دولتي روغتونونو کې خو بايد درملنه وړيا وي او بايد له خلکو پيسې وانه خيستل شي؛ ځکه چې دولتي روغتونونو ته ډېر اړ او هغه کسان مراجعه کوي چې د درملنې د لګښت توان نه لري.

د رابعه بلخي روغتون رييسه ډاکتره صديقه عبدالله اديب هم دا مني چې د دغه روغتون ناروغان ځيني درمل او د عمليات لپاره توکي له بازار نه پېري، خو وايي چې د هر ناروغ هغه درمل يا نور توکي چې په بهر کې يې پېرې، تر ١٢٠٠ افغانيو نه ډېرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.