ښرنه (پژواک، ٥ کب ٩٧): د پکتيکا د پوهنې رياست د کتابونو له ګودامه زرګونه ټوکه د پاکستان نصاب کتابونه موندل شوي دي.
دغه موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې يوه مياشت مخکې پژواک اسناد موندلي وو چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په يو شمېر شخصي ښوونځيو کې د پاکستان نصاب کتابونه تدريسېږي.
د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د پوهنې له رياسته د ليدنې پر مهال په يو ګودام کې پنځه زره ټوکه په اردو ژبه ليکلي کتابونه موندلي دي.
هغه د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتي چې د دې موضوع په اړه دې جدي پلټنه وکړي او په اړه دې مفصل راپور له ولايتي ادارې سره شريک کړي.
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي نبي زيارمل پژواک ته وويل، يوه مياشت مخکې رسنيو راپور خپور کړ چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په شخصي ښوونځيو کې د پوهنې رياست د نه پاملرنې له امله د پاکستان نصاب تدريسېږي، خو مسوولينو نه منله.
د هغه په وينا، د پکتيکا والي د پوهنې د ریاست له يوه ګودام څخه چې د ملي امنيت رييس يې هم ملتيا کوله، پنځه زره ټوکه د پاکستان نصاب کتابونه موندلي چې خلک يې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي عبدالحق هم غوښتنه وکړه چې دا پکتيکا والو ته سره کرښه ده او باید د پوهنې رياست له مسوولينو د دې موضوع په اړه پلټنه وشي.
د پکتيکا د پوهني رياست هم په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ياده موضوع منلې خو زياتوي چې پوهنې ریاست له سوېلي وزیرستانه برمل ولسوالۍ ته د پاکستاني ملېشو له ظلمونو راغلو کډوال ته ښوونځي جوړ کړل.
د سرچينې په وينا، د ملګرو ملتونو د يونيسف او يو ان اچ سي ار موسسو د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت یادو ښوونځيو ته د دوی د نصاب مطابق کتابونه چاپ کړل چې بايد ګډوالو ته تدريیس شي، خو د وخت مسوولينو له لوري په ګودام کې ساتل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن