ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې هر کال له ریکشو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ غیر قانوني ټولېږي

لغمان کې هر کال له ریکشو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ غیر قانوني ټولېږي

author avatar
24 Feb 2019 - 18:47
لغمان کې هر کال له ریکشو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ غیر قانوني ټولېږي
author avatar
24 Feb 2019 - 18:47

مهترلام (پژواک ۵ کب ۹۷): د لغمان په مهترلام ښار کې هره ورځ له سلګونو ريکشاوو لسګونه زره افغانۍ د ځینو اتحادیو له خوا په غير قانوني ډول اخيستل کېږي او دغه کار د ښاروالۍ عوايدو ته زيان اړولی دی.

پژواک اژانس داسې سند ترلاسه کړی چې له مخې یې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ۴۲۳ راجستر شوې ريکشاوې فعاليت کوي او د يو اټکل له مخې، هره ورځ هره ريکشا اتحادیې ته پنځه ځلې شل- شل کلدارې ورکوي چې د ورځې شاوخوا ٤٢زره کلدارې کېږي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ د مرستيال ماموندزي په لاسليک يو مکتوب د ١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ په ١٤مه، د ټولو ولاياتو ښارواليو ته لېږل شوى، چې په کې د ښاري خدماتو په بدل کې د ماليې اخيستلو خبره شوې ده.

په دې مکتوب کې راغلي:”د عدليې وزارت د حقوقي تحقيقاتو د څانګې لخوا د ښاري خدمتونو د محصول په اړه طرز العمل چې د وزيرانو شورا لخوا منظوره شوې، د اجرااتو لپاره واستول شول.”

د دغو غير قانوني پيسو د اخيستو له امله ريکشا چلوونکي د ښاروالۍ قانوني پنځه افغانۍ هم نه ورکوي چې له امله يې د مهترلام ښاروالۍ هره مياشت شاوخوا درې لکه افغانۍ عوايد له لاسه ورکوي.

ريکشا چلوونکي وايي، که د اتحاديو د غير قانوني پيسو مخه يې ونيول شي؛ نو چمتو دي چې د ښاروالۍ پنځه افغانۍ ټيکس له کوم ځنډ پرته هر ځل له اډې د وتلو پر مهال ورکړي.

د لغمان ولايتي اداره هم مني چې په مهترلام ښار کې د اتحاديو په نوم له ريکشا چلوونکو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي او ډاډ ورکوي، که ورته ريکشا چلوونکي له اسنادو سره عارض شي، نو دوی به يې په اړه قانوني اقدام وکړي.

د پژواک په دغه راپور کې له ريکشا چلوونکو، مدني فعالانو، ولايتي شورا او چارواکو نظريات اخيستل شوي چې وايي اتحاديې له کوم قانون او لايحې پرته پيسې اخلي.

پژواک ته په لاس ورغلي اسناد

د لغمان د ترانسپورټ ادارې پژواک ته د اتحاديو له لوري د پيسو اخيستو په تړاو سند ورکړی چې د پيسو اخيستو لپاره په لايحه کې د چلوونکي په خوښه د يو څه پيسو اخيستو خبره شوې ده، خو اوس اتحاديې د ريکشا چلوونکو له خوښې پرته پيسې ټولوي.

په سند کې دا هم يادونه شوې چې په مهترلام ښار کې دوه اتحاديې د ريکشا چلوونکو د تنظيم چارې پر مخ وړي.

پژواک ته د ترافيکو مديريت له لوري هم سند ورکړل شوی چې په مهترلام ښار کې ۴۲۳ ريکشاوې فعاليت کوي.

د مهترلام ښاروالۍ له لوري هم يو سند پژواک اژانس ته ورکړل شوی چې په کې راغلي، د غير قانوني پيسو اخيستو له امله دوی ته هره مياشت لکونه افغانۍ زيان اوړي.

دغه راز د لغمان ولايتي شورا هم پژواک ته يو رسمي سند ورکړی؛ په دغه سند کې راغلي چې دغه پيسې ټولول غير قانوني دي او ريکشا چلوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

اتحادیې له ريکشا چلوونکو د ورځې څومره پيسې اخلي؟

چلوونکي وايي، د اتحاديو مسوولين ترې هره ورځ له کوم قانون او لايحې پرته پيسې ټولوي او بیا شخصي جېبونو ته ځي.

د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی لعل جان چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې ريکشا چلوي وايي، د اډې منشيان ترې له کومې لايحې پرته د قانون خلاف پيسې اخلي.

هغه پژواک ته وويل، هره ورځ لږ تر لږه پنځه ځلې له اډې سپرلي پورته کوي او هر ځل ترې د اتحاديې مسوولين شل کلدارې اخلي.

نوموړي زياته کړه:”زما ريکشا يوه پېره کې اووه سپرلي وړلی شي، ټولې ۱۴۰ کلدارې کېږي، په دې کې شاوخوا ۶۰ کلدارې د تېلو مصرف دی چې شل ترې دوی ته هم ورکړو، نو موږ ته پېره کې ټولې ۶۰ کلدارې پاتې کېږي چې څه ګوزاره مو پرې نه کېږي.”

يو بل ريکشا چلوونکی فرهاد وايي، که چېرې پیسې ورنه کړي، نو په اډو کې يې د اتحاديو مسوولين نه پرېږدي او د ښار په واټونو کې يې ترافيک کار ته نه پرېږدي.

د هغه په وينا، يادې پيسې ځکه غير قانوني ترې اخلي چې دوی ته يې په مقابل کې هېڅ سند نه ورکول کېږي او دوی له دې وېرې چې په ښار کې يې ترافيک نه پرېږدي، نو اړ دي اتحاديې ته غير قانوني پيسې ورکړي.

ولايتي شورا د دغه کار تر شا د زورواکو او چارواکو لاس ګڼي

د لغمان ولايتي شورا وايي، يو شمېر زورواکو او چارواکو په لوی لاس دې ته زمينه برابره کړې چې د ښار په منځ کې له ريکشا چلوونکو غير قانوني پيسې واخيستل شي او د هغوی شخصي جېبونو ته ولاړې شي.

د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزی نه يوازې د پيسو اخيستل، بلکې د ښار په منځ کې د دغو ريکشاوو فعاليت د قانون خلاف ګڼي.

نوموړي پژواک ته وويل، يادې اتحاديې په غير قانوني توګه له کلونو راهيسې فعاليت کوي او په غير قانوني توګه له خلکو پيسې اخلي چې د ښاروالۍ د ډېرو لويو عوايدو راټولېدو مخه يې نيولې ده.

د ولايتي شورا غړي محمد ظاهر حسين خېل پژواک اژانس ته په مرکه کې وويل، د اتحاديو په نوم ځينې کړۍ له زورواکو او چارواکو سره په ګډه په مهترلام ښار کې له ريکشا چلوونکو باج ګيري کوي.

هغه زياته کړه، تر اوسه دولت د دغو زورواکو پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی او د شخصي ګټو لپاره له موټر او ریکشا چلوونکو یادې پیسې اخلي.

مدني فعالان

د لغمان ولایت مدني فعالان هم وايي چې د دغو پيسو تر شا مافيايي کړۍ لاس لري او ولايتي اداره يې هم پر وړاندې اقدام نه کوي.

مدني فعال ذبيح الله بهار پژواک ته وويل، دا موضوع يې په ځلونو له ولايتي ادارې سره شريکه کړې، خو هغوی تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی. دی وايي، د همدغو غير قانوني پيسو د اخيستو له امله د مهترلام ښاروالۍ ډېر عوايد شخصي جېبونو ته ځي.

د ځوانانو په پارلمان کې د لغمان استازی مدني فعال حنيف الله شهاب پشه يې وايي، د ريکشا چلوونکو دا ستونزه يې ان تر ترانسپورټ وزارت پورې رسولې ده، خو دا چې په دغه کار کې زورواکي لاس لري، نو هېڅ حل لاره يې نه ده راوتلې.

دی زياتوي: “یو شمېر ډنډه ماران چې له زورواکو او چارواکو سره اړیکې لري، دغه پیسې ترلاسه کوي چې د ورځې له اتو زرو څخه تر شپږ زرو کلدارو پورې هر ډنډه مار ترلاسه کوي او خپلو منځونو کې يې تقسيموي.”

چارواکي هم دغه کار غير قانوني ګڼي

د مهترلام ښاروال انجنير نظيف الله الکوزي پژواک ته وويل، د اتحاديو مسوولين هره ورځ په غير قانوني توګه له ريکشا چلوونکو پيسې ټولوي چې د دوی د قانوني عوايدو راټولېدو مخه يې ډپ کړې ده.

دی وايي، ريکشا چلوونکي يې ځکه مامورينو ته قانوني پيسې نه ورکوي چې هلته ترې د اتحاديو مسوولين غير قانوني پيسې اخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې غير قانوني پيسو اخیستو له امله ښاروالۍ هره مياشت سلګونه زره افغانۍ عوايد له لاسه ورکوي.

د لغمان د ترانسپورټ رييس احمد حسين الله يار که څه هم په دې تړاو له پژواک اژانس سره له خبرو ډډه وکړه، خو په ليکلي بڼه يې پژواک ته معلومات ورکړل چې اتحاديې د يوې لايحې له مخې يو مقدار پيسې د ډريور په خوښه اخيستلی شي.

خو اوس په مهترلام ښار کې د دې لايحې خلاف کار روان دی چې د ډريور خوښه او رضايت په پام کې نه دی نيول شوی، يوازې يې د اتحاديې ګټې په نظر کې نيول شوې دي.

د لغمان د ترافيکو مدير سمونوال عبدالصمد صادقيار پژواک ته وويل، له ترافيکي اصولو سره سم له سرغړوونکو ريکشا چلوونکو سره چلند د دوی دنده ده، خو دا چې اتحاديې له هغوی غير قانوني پيسې اخلي، د ترانسپورټ ادارې اړوند کار دی.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي هم له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې په مهترلام ښار کې له ريکشا چلوونکو غیر قانوني پيسې د اتحاديو په نوم اخيستل کېږي، خو وايي ځکه يې د مخنيوي اقدام نه دی کړی چې دوی ته ريکشا چلوونکي نه دي عارض شوي.

دی ټینګار کوي، که ريکشا چلوونکي ورته له دې کړنې شکایت وکړي، نو دوی به يې پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

د اتحاديو د مسوولينو غبرګون

په مهترلام ښار کې د ريکشا چلوونکو يو شمېر اتحاديې شته دي چې د ليني ريکشاګانو چارې تنظيموي او ترې هر ځل پېره کې شل کلدارې اخلي.

د دوی له ډلې له عصمت چوک څخه د قوماندانۍ لور ته د تلونکو ريکشاوو اډې منشي او د اتحاديې مشر سميع جان له پژواک سره خبرو کې ومنله چې له هرې ريکشا شل کلدارې او يا هم لس افغانۍ اخلي.

دی وايي، دغه پيسې د اتحاديې د اتو کارکوونکو په تنخوا او ځينو نورو شيانو مصرفېږي، خو نه وايي چې د کوم قانون او يا لايحې له مخې له ريکشا چلوونکو پيسې ټولوي.

د هغه په وينا، ورسره شاوخوا اتيا ريکشاوې ثبت دي چې پر دغه لين هره ورځ تګ راتګ کوي.

په دغه حساب که هره ريکشه د ورځې پنځه پېرې کوي، نو سل کلدارې اتحاديې ورکوي چې د ورځې اته زره او هره مياشت ٢٤٠زره کلدارې کېږي.

د محب الله په نامه ددې اتحاديې يو تن کارکوونکي پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته د ورځې ۳۰۰ کلدارې ورکول کېږي چې د مياشتې ٩ زره کلدارې کېږي.

د يادې اتحاديې د مسوول په وينا، اته کارکوونکي لري چې هر کار کوونکي ته د مياشتې ٩ زره کلدارې ورکول کېږي، نو ټول ٥٤ زره کلدارې کېږي، پاتې پيسه چېرته ځي!؟

کارپوهان: د اتحاديو پر ځای بايد قانوني شرکتونه رامنځته شي

د اقتصادي او ترانسپورټي چارو کارپوهان پر دې اند دي چې د اتحاديو پر ځای بايد لکه د نورې نړۍ په څېر قانوني شرکتونه رامنځته شي چې له يوې خوا ورسره دولتي عوايد لوړ او له بلې خوا موټر چلوونکو او مسافرو ته ترانسپورټي اسانتیاوې هم برابرې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه انجينر محمداغا مبارز پژواک ته وويل، په نوره نړۍ کې د ترانسپورټي خدماتو لپاره قانوني شرکتونه رامنځته شوي چې د يوې لايحې له مخې د موټرو کرايه او هم له موټر چلوونکو د ټکس اخيستو مقدار په کې څرګند وي.

دی وايي، دلته هم بايد د غير قانوني پيسو اخيستو مخنيوي په موخه قانوني شرکتونه رامنځته شي.

په مهترلام ښار کې له رېکشو څخه دغير قانوني پيسو اخيستلو په اړه ويډيو په دې لينک کې کتلى شئ !

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.