د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې د ښځو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه کنفرانس جوړ شو

مزار کې د ښځو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه کنفرانس جوړ شو

Feb 24, 2019 - 16:52

مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مېرمنو د اقتصادي ځان بسياينې په موخه کنفرانس جوړ شو.

ياد کنفرانس د روښانه نن او سبا بنسټ له خوا د بلخ ولايت مقام په تالار کې جوړ شوی و چې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنو برخه په کې اخيستې وه.

په دغه کنفرانس کې د ښځو د اقتصادي ځان بسياينې په تړاو پر يو شمېر نوو طرحو بحثونه وشول.

د روښانه نن او سبا بنسټ مشر نجيب الله غضنفر د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې  ياد کنفرانس يې د مېرمنو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د اقتصادي پلان جوړولو په موخه جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه چې پخوا به دا ډول پروګرامونه د بهرنيو موسسو او بنسټونو له لوري جوړېدل؛ خو په وينا يې چې د لومړي ځل لپاره ياد پروګرام د کوم بهرني ډونر له مرستې پرته د روښانه نن او سبا بنسټ او د بلخ د ښځو چارو رياست لخوا ترتيب شوی دی.

نوموړی وايي، په دې کنفرانس کې پر دې بحث کېږي؛ څو هغه مېرمنې په څه ډول سوداګري شروع کړي، چې ډېره سرمايه نلري.

د هغه په خبره، په وروستيو کلونو کې د افغانستان له پوهنتونونو د ځوانانو د فراغت کچه زياته شوې؛ خو په مقابل کې بيا د دولت د جذب کچه ډېره کمه ده چې له همدې امله زيات لوستي کسان وزګار ګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ډېر ځوانان وينو چې زده کړې يې کړې؛ خو بيا وزګار ګرځي او کله چې پوښتنه ترې وکړې نو وايي چې واسطه او د رشوت لپاره پيسې نه لري. ستونزه په دې ډول نه حل کېږي، زموږ ځوانان بايد دا فکر ولري چې په دولت کې د کار نه موندلو په صورت کې بايد شخصي کاروبار او سوداګري شروع کړي.))

هغه دا هم وويل، يو شمېر مېرمنې د شخصي سوداګرۍ لپاره غوره طرحې لري؛ خو خپلو توليد شويو توکو ته د بازار موندنې برخه کې ستونزې لري.

غضنفر زياته کړه، چې دوی هڅه کوي؛ څو دا ډول مېرمنو سره د بازار موندنې برخه کې مرسته وکړي.

نوموړی زياتوي، چې روښانه نن او سبا بنسټ لخوا د تېرو ۷ کلونو په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰۰ مېرمنو ته د اقتصادي ځان بساينې په تړاو طرحې او انګېزې ورکړي دي.

نبيلا رسولې هغه نجلۍ ده، چې د بلخ پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل چې په ننني کنفرانس کې به له هغو مېرمنو سره خپلې طرحې شريکې کړي چې زده کړې يې کړې، خو اوس هم وزګاره دي.

هغه وايي چې دا ډول پروګرامونه د مېرمنو د اقتصادي ځان بسياينې برخه کې ډېر موثر تمامېږي.

د نوموړې په خبره، ډېری هغه مېرمنې چې په دغو برنامو کې يې ګډون کړی، اوس ښه کاروبار لري.

مېرمن رسولي وايي چې مېرمنې بايد د سوداګرۍ په برخه کې په ډېر جرئت ګام کېږدي او په دې تړاو دې خلاقيت ښکاره کړي.

ليلا عالمي د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د خياطي پر کار بوخته ده.

هغې پژواک ته وويل چې لومړی يې په خپل کور کې خياطي زده کړه، خو وروسته يې د نن او سبا بنسټ په مرسته په معياري ډول د خياطۍ زده کړې په يو روزنيز پروګرام کې ګډون وکړ.

نوموړې زياتوي چې اوس خپله کارګاه لري او دوه نورې نجونې هم ورسره په کار بوختې دي.

اغلې عالمي په خپلو خبرو کې وويل: ((مېرمنو ته زما پيغام همدا دی چې بايد يواځې د دولتي کار په تمه پاتې نه شي، دوی بايد خپله راپورته شي او شخصي تجارتونه شروع کړي.))

هغې له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د بلخ د ښځو چارو رييسې شهلا حديد پژواک ته وويل چې د دې ډول پروګرامونو جوړول د مېرمنو د ظرفيت لوړولو برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

هغې زياته کړه چې د بلخ ښځو چارو رياست هڅه کوي له سوداګريزو ټولنو سره په همکارۍ او همغږۍ هغو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړي چې وزګارې دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement