د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د څه باندې ۷۳ ميليونه افغانيو په لګښت روغتيايي مرکزونه جوړېږي

ننګرهار کې د څه باندې ۷۳ ميليونه افغانيو په لګښت روغتيايي مرکزونه جوړېږي

Feb 24, 2019 - 09:29

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۷): د ننګرهار په مومنددرې او دوربابا ولسواليو کې د ۷۳ نيم ميليونه افغانيو په لګښت يو روغتيايي مرکز جوړ او د دوو نورو د رغونې چارې پيل شوې.

د مسوولينو په خبره، ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا له بودجې رغول کېږي او د سيمې د خلکو اړتيا ته په کتو به پر مجهزو وسايلو سمبال وي.

د دغو روغتيايي مرکزونونو کارونه پرون (د کب ۴مه) د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري پيل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د يادو روغتونونو له ډلې يو هم د عامې روغتيا وزارت  د ديارلس نيم ميليونه افغانيو په مالي لګښت لس بستريز روغتون دی چې د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې ورغول شو.

دی وايي، دغه روغتيايي مرکز پر اړينو وسايلو سمبال شوی او د يو کال په موده کې يې د جوړونې چارې ترسره شوې دي.

د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ادارې له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۵ بستریز روغتون ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

د ننګرهار والي وويل، دغه روغتون د یو کال په موده کې بشپړېږي او روغتون ته به اړين تجهيزات هم ورکړل شي چې ورسره به د دې سيمې د خلکو لومړنۍ روغتیایي ستونزې حل شي.

نوموړي زياته کړه، بل روغتيايي مرکز په دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې شل بسترونه به ولري او دا هم په يوه کال کې رغول کېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي، د دغو سيمو خلک په روغتيايي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او تل يې د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو غوښتنه کوله.

دی وايي، دغه کلینيکونه ښه مجهز جوړېږي او تر ډېره به د سيمې د خلکو اړتياوې پوره کړي.

د دوربابا ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک مېلمه جان وايي، اوسمهال د دې ولسوالۍ خلک پر ګڼو نورو ستونزو سربېره د روغتيا برخه کې هم مشکلات ګالي.

دی زياتوي ولس به هره هغه مرسته وکړي چې د دغه روغتون د جوړېدو په برخه کې ورته اړتيا پېښه شي او هم يې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د روغتون کارونه په شفاف او اساسي ډول ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement