ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د بدخشان پولیس د نشه يي توکو د پلور مخنیوی نه کوي»

«د بدخشان پولیس د نشه يي توکو د پلور مخنیوی نه کوي»

author avatar
25 Feb 2019 - 22:35
«د بدخشان پولیس د نشه يي توکو د پلور مخنیوی نه کوي»
author avatar
25 Feb 2019 - 22:35

فیض اباد (پژواک، ۶ کب ۹۷): د بدخشان د عامې روغتیا وزارت پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه موادو ته د اسانه لاس رسي له امله هره ورځ پر نشه یي توکو د روږدو شمېر زیاتېږي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې ډاکتر نوشین ګهر کریمي پژواک ته د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د نشه يي توکو د خرڅلاو نه کنترول په دغه ولایت کې پر یادو توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لامل دی.

نوموړي زیاته کړه: ((سره له دې چې په دغه ولایت کې هر کال د شاوخوا ۵۰۰ کسانو درملنه کېږي خو له درېیو میاشتو درملنې وروسته ۹۰ سلنه کسان بېرته د نشه يي توکو مصرف ته مخه کوي.))

د هغه په خبره، تر هغو چې پولیس د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو د نیولو او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي د دې بدې پدیدې سره مبارزه ناشونې ده او د عامې روغتیا ریاست په دې برخه کې یوازې هېڅ نه شي کولای.

هغې روښانه کړه، د دې ناروغۍ پراخېدو ته په کتو په ولایت کې شته روغتیايي مرکزونه د دغه شمېر ناروغیو د درملنې وړتیا نه لري.

ګهر کریمي وویل، اټکل کېږي چې په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۳۰ زرو ته رسېږي.

د بدخشان د ځوانانو شورا رییس نورالله باعث پژواک خبري اژانس ته وویل، په فیض اباد ښار کې د هرې ورځې په تېرېدو د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو شمېر زیاتېږي.

هغې ادعا وکړه، ځیني هغه کسان چې د سالمو کارونو توان نه لري د نشه يي توکو پلور ته مخه کوي او دغه توکوي خلکو ته وړاندې کوي.

د هغې په خبره، پلورچون پلورونکي دغه توکي د کوڅو، کورونو، پلورنځیو او غرفو په داخل کې پلوري او له دې امله پر نشه يي توکو د روږدو ځوانانو شمېر پر زیاتېدو دی.

په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوولې عارفې نوید وویل: ((له بده مرغه چې دولتي کسان دې ستونزې ته لږ توجه لري او امنیتي ځواکونه د نشه يي توکو د پرچون پلورونکو د نیولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي.))

نوموړي زیاته کړه، دغه پرچون پلورونکي په ښار او پلورنځیو کې په ازاد ډول نشه يي توکي پلوري.

د جمشېد په نوم پر نشه يي توکو یوه روږدي وویل: ((زما درې ځله درملنه شوې خو له ښه کېدو وروسته په کوڅو او بازار کې پرچون پلورونکو وهڅولم او حتی څو ورځې یې خوشي هېرویین راکول څو بیا پر نشه يي توکو روږدی شم.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.