ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جلال اباده ۲۰۶ روږدي د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول

له جلال اباده ۲۰۶ روږدي د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول

author avatar
25 Feb 2019 - 23:45
له جلال اباده ۲۰۶ روږدي د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول
author avatar
25 Feb 2019 - 23:45

جلال اباد (پژواک، ۶ کب ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت له مرکز جلال اباد ښاره یې د درملنې په موخه ۲۰۶ روږدي پلازمېنې کابل ته ولېږدول.

چارواکي وايي، دلته ورځ تر بلې د معتادينو شمېر ډېرېږي او د روږدو کسانو د درملنې روغتون دومره وړتيا نه لري چې د ټولو درملنه په کې وشي؛ نو ځکه يې کابل ته د روږدو کسانو د انتقال لړۍ پيل کړه.

پر نشه روږدي کسان په تېرو څو ورځو کې د جلال اباد ښار له بېلابېلو سيمو راټول شوي وو او د کب په ۶مه کابل ته ولېږدول شول.

په دې اړه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل چې په دغه ولایت کې د ۶۵ ښځو په ګډون د ۲۱۵ تنو روږدو د درملنې ظرفیت شته دى.

خو زياتوي چې په تېرو درېيو ورځو  کې  له بېلابېلو سیمو ۲۰۶ روږدې را ټول کړي او نن یې پلازمېنې کابل ته د درملنې په موخه ولېږدول .

هغه زیاته کړه، ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په جدي ډول جلال اباد ښار او ولسواليو کې د روږدو کسانو  د مخنیوي په موخه اقدامات پیل کړي چې په دې برخه کې د کورنیو همکاري هم اړينه ده.

ده وويل چې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري ۱۶ د نشه یې توکو پلورونکي، ۲۹۶ کیلوګرامه نشه یې توکي، نږدې د زرو په شمېر ټابلیټ کا له  ۱۱ عرادې وسایطو سره یو ځای نیول شوي او په دې برخه کې لا هم جدي اقدامات جریان لري .

نوموړي همدا راز پر بزګرانو هم غږ وکړ چې د نشه یې توکو کښت پر ځای  ګلابو، زغفرانو، ستروسو او نورو بېلابېلو توکو کر ته مخه کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمد ادریس ساپي وويل، که چېرې يادو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي نو تر درملنې وروسته بيا نشه يي توکو ته مخه نه کوي.

د ننګرهار د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولايت کې شاوخوا اتيا زره کسان پر نشه روږدي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.