ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: ملا برادر د خپل امریکايي سیال له شتون پرته د سولې خبرو کې ګډون نه کوي

مجاهد: ملا برادر د خپل امریکايي سیال له شتون پرته د سولې خبرو کې ګډون نه کوي

author avatar
25 Feb 2019 - 14:48
مجاهد: ملا برادر د خپل امریکايي سیال له شتون پرته د سولې خبرو کې ګډون نه کوي
author avatar
25 Feb 2019 - 14:48

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٧): طالبان وايي، ملا عبدالغني برادر ځکه د قطر په غونډه کې ګډون نه کوي چې مرکچي پلاوی د هغه له خوا ټاکل شوی او دغه ټېم ته له امریکایانو سره د خبرو واک ورکړل شوی دی.

نن (د کب شپږمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو پیلېږي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مرستیال او نوی رییس ملا عبدالغني برادر چې مخکې په پاکستان کې بندي و، تېر ماښام له اسلام اباده په یوه ځانګړې الوتکه کې دوحې ته تللی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، په قطر کې به یادې خبرې په ښه توګه ترسره شي.

مجاهد په دې خبرو کې د ملا برادر د نه ګډون په اړه وايي: ((د قطر په ناسته کې د ښاغلي ملا برادر اخند د نه ګډون لامل دا دی چې مرکچي ټېم د هغه له خوا اعلان شوی، یاد ټېم ځان ته رییس او غړي لري او واک ورکړل شوی چې له امریکايانو سره خبرې پر مخ بوځي.))

نوموړی دغه راز زیاته کړه: ((دا چې الحاج ملا برادر اخند د اسلامي امارت سیاسي مرستیال دی او په خبرو کې د ده په سویه د امریکايي لوري څوک نشته، څو لازمه وګڼل شي چې ملا برادر هم په دې خبرو کې برخه واخلي.))

مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګني ملا برارد د طالبانو ترمنځ د سیاسي اختلافونو له امله په دې خبرو کې ګډون نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.