تالقان (پژواک، ٧ کب ٩٧): د تخار حکومتي چارواکي وايي چې په يوه ترافيکي پېښه کې یو شپون او ٩٢ مېږې او پسونه يې مړه شوي دي.
د تخار د والي وياند جواد هجري د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د تالقانو پول په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((يو ٣٠٣ موټر پر يوې رمې ور برابر شوى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د شپونکي او د هغه ٩٢ مېږې او پسونه مړه شوي دي.
ده وويل چې موټر چلوونکي د پوليسو له لوري نيول شوى او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي حکيم الله هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل: ((سهار چې کله موږ وليدل، د سړک پر غاړه ډېر مېږې او پسونه پراته وو چې په ترافيکي پېښه کې مړه شوي وو.))
ده نيوکه وکړه چې ډېرى وخت رمې د سړک پر سر روان وي چې له امله يې دغه شان پېښې رامنځته کېږي.
د يادونې ده، ډېرى وخت دغه شان ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو له ګړندي تګ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن