غزني ښار (پژواک، ٧ کب ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې په جاغوري ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله اته پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سيمه کې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ پر پاڅون کوونکو هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بريد کورني او بهرنيو ځواکونو کړى خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
بل لور ته د غزني ولايتي شورا رييس نصيراحمد فقيري بيا پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د ملي امنيت ١٢ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فقيري وويل چې دغه پېښه بايد جدي وڅېړل شي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په ورته پېښو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن