ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې دوه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

لښکرګاه کې دوه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
26 Feb 2019 - 16:02
لښکرګاه کې دوه رغنیزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
26 Feb 2019 - 16:02

لښکرګاه (پژواک، ٧ کب ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کرنې په برخه کې دوه رغنيزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د کب په اوومه رسنيو ته وويل چې په دغو پروژو کې د کرنې په برخه کې د څېړنيز فارم لپاره ودانۍ او د کرنې د څېړنې او اروزنې مرکز شامل دي.

ده وويل چې د دغو پروژو پر جوړېدو ٣٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې چې په خپلو برخو کې ډېر ګټور تمامېداى شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د کرنې په برخه کې به د کروندګرو لپاره نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

والي زياته کړه: ((هلمند يو کرنیز ولايت دى، ډېر خلک يې په کرنه بوخت دي، حکومت هم کوښښ کوي چې دغه خلکو ته د کرنې په برخه کې پروژې عملي کړي.))

په ورته وخت کې د هلمند د ناوې ولسوالۍ يوه کروندګر ميراحمد پژواک ته وويل چې د کرنې رياست بايد دوى ته هر کال او پر وخت اصلاح شوي تخمونه ورکړي.

ده وويل: ((موږ يې له خدماتو خوښ يو، خو چې هر څه پر وخت وکړي.))

يو شمېر نورو کروندګرو هم ټينګار کاوه چې نوي اصلاح شوي تخمونه بايد دوى ته ورکړل شي، څو د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.