ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه

author avatar
26 Feb 2019 - 19:03
په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه
author avatar
26 Feb 2019 - 19:03

کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۷): په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د یوې غونډې په جوړولو د هغوی هڅې او سرښندنې وستایل شوې.

دغه غونډه کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو ریاست په نوښت د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې ولایتي چارواکو، د امنیتي ارګانونو مسوولینو او قومي مخورو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وویل، ملي امنیتي ځواکونه د هېواد رښتیني خدمتګاران دي چې د خاورې او خلکو د ساتنې په لار کې يې هڅې او سرښندنې د ډېرې ستاینې وړ دي.

هغه له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په کال کې یې یوه ورځ د امنیتي ځواکونو په نوم کړې ده.

ده زیاته کړه، د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د هغوی د ستاينې پروګرامونه نور هم بايد زيات شي څو په بشپړ مورال او پیاوړتیا د خاورې او خلکو ساتنې ته وهڅول شي.

خو د دې تر څنګ ده یادونه وکړه، دا چې امنیتي ځواکونه د خپل هېواد او ولس لپاره خپل سرونه قربانوي باید حقونو ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي دا د خلکو مکلفیت وګاڼه چې په هر حال کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او ننګه یې وکړي.

دغه راز نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، څو ځوانان وهڅوي د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کړي.

غونډې ته قومي مشرانو، مدني فعالانو، ولسوالانو او نورو چارواکو هم ویناوې وکړې او امنیتي ځواکونو ته یې د هغوی د ورځې په ویاړ مبارکي وویل.

هغوی هم د هېواد ساتنې په لار کې د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې تل به د هغوی ملاتړي وي او په هر حالت کې به یې په خوا کې ولاړ وي.

سرتېرو او افسرانو ډاډ څرګند کړ چې د خپلو سرونو په بدله به له خلکو او خاورې ساتنه کوي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې خلکو، هېواد او ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي.

د محمد نسیم په نوم د ملي اردو یوه سرتېري پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې جوړول پر ځای ګام دی خو چارواکي او په ټوله کې دولت باید د امنیتي ځواکونو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.