کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۷): په کندهار کې د سوېلي زون په کچه د عدلي طب لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د دغې ودانۍ د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د عدلي طب ودانۍ د کندهار ښار په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون ته څېرمه جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغې ودانۍ پر جوړولو ۹،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د مالیې وزارت له نامشروطې بودیجې ورکول کېږي.
دی وايي، دغه ودانۍ په یوه کال کې جوړېږي چې ۳ پوړه او ۱۹ کاري خونې او نور ملحقات به ولري.
د ده په خبره، د عدلي طب دغه مرکز به د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي او د اړوندې ودانۍ په جوړېدو به هغه ستونزې حل شي چې مخکې خلک او اړوندې ادارې ورسره لاس او ګرېوان وې.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک ته وویل، د عدلي طب د ودانۍ له جوړېدو سره به د دغې څانګې د بشپړ فعالیت لپاره د عامې روغتیا وزارت ځینې کړنې په پام کې لري چې وروسته به ترسره شي.
هغه زیاته کړه، په دې توګه به په جنايي برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو لپاره اړوند معلومات چمتو کېږي او هغه ستونزې به هوارې شي چې مخکې دغه ارګانونه ورسره مخ وو.
د یادونې ده چې په وار وار عدلي او قضايي ارګانونو شکایت کاوه چې په کندهار کې د معياري کريمنل تخنيک او عدلي طب د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د دغو ارګانونو مسوولین وايي، د عدلي طب د نشتوالي له امله د ځینو جنايي جرمونو د څېړنې پر مهال اړ وو یوازې د ډاکټرانو له خوا د نظر په ورکولو بسنه وکړي.
د دوی په باور د عدلي طب د ودانۍ په جوړېدو او فعالیت به د پېچلو جرایمو څېړنه اسانه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن