د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې د پستې او بادامو نوي باغونه جوړېږي

اروزګان کې د پستې او بادامو نوي باغونه جوړېږي

Feb 26, 2019 - 02:20

ترینکوټ (پژواک، ٦ کب ۹۷): د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په پلان کې لري چې سږ کال د دغه ولایت پر ۲۷۴ جریبه ځمکه د بادام او پستې نوي باغونه جوړ کړي.

د اروزګان مرستیال والي عطاءالله فضلي کروندګرو ته د کرنيزو وسايلو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کروندګرو ته يو کيټ ورکوي چې په کې بېلابېل ډول کرنيز وسايل شته دي.

د هغه په وينا، اروزګان کرنيز ولايت دى او ٩٥ سلنه خلک يې په کرکيله بوخت دي، نو اړينه ده چې په دې برخه کې پاملرنه زياته شي.

د کرنې رييس احمدشاه خيري وویل، دوی هڅې پيل کړې چې ٥٠٠ کروندګر په عصري بڼه وروزي او بيا ورته اړين وسايل هم په واک کې ورکړل شي.

خيري وايي، اوس دغه ولایت د پخوا په پرتله د سبزیجاتو او نورو توکو په برخه کې په ځان بسیا کیدو ته نږدې شوى دى.

د هغه په وينا، په پام کې لري چې سږ کال پر ۲۷۴ جریبه ځمکه د بادام او پستې نوي باغونه جوړ کړي او کروندګرو ته په واک کې ورکړي.

نوموړى وايي، دغه باغونه به ۱۷۸ د بادام او ۹۶ نور د پستې وي.

خيري وويل، ریاست يې تېر کال هم پر ۹۰ جریبه ځمکه د بادام او پر ۷۵ جریبه ځمکه د پستې باغونه جوړ کړي وو.

د ترینکوټ ښار توري سیمې اوسېدونکي سیف الله پژواک ته وویل، له دې مخکې به یې له يو جریب ځمکې ۴۵۰ کيلو غنم ترلاسه کوله، خو اوس چې ورسره مرستې کېږي، نو زر کیلو غنم ترلاسه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement