ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مدني فعالانو او ولایتي شورا په دوحه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ

د بلخ مدني فعالانو او ولایتي شورا په دوحه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ

author avatar
26 Feb 2019 - 00:26
د بلخ مدني فعالانو او ولایتي شورا په دوحه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ
author avatar
26 Feb 2019 - 00:26

مزارشريف (پژواک، ۶ کب ۹۷): بلخ  کې مدني فعالانو او د ولايتي شورا  يو شمېر استازو د افغان سولې په تړاو په دوحه کې د امريکا او طالبانو  ترمنځ له روانو خبرو ملاتړ وکړ.

دوی وايي داسې سوله غواړي چې د هېواد ټول ملي ارزښتونه په کې خوندي وي او افغان سرتېرو ته په کې احترام شوی وي.

د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان له طالبانو غواړي  چې د جګړې پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

مدني فعال او د بلخ پوهنتون استاد عبدالحميد صفوت د کب په شپږمه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ نوې پيل شوې خبرې به ګټورې وي.

نوموړی وايي چې  د سولې په خبرو کې بايد د هېواد ټولو ملي ارزښتونو، اساسي قانون او د افغان ځواکونو قربانيو ته درناوی وشي.

صفوت زياته کړه: ((د سولې په خبرو کې بايد د افغانستان د اوولسو کلونو لاسته راوړنې قرباني نه شي او تر څنګ يې د ښځو حقونه په کې خوندي وي.))

دی له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او مخالفين  دې له حکومت سره مخامخ  خبرې وکړي.

نوموړی زياتوي چې سوله راتلونکې ده او طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول  هدف نه لري چې په خبره يې له روانې جګړې ستړي ښکاري.

صفوت دا هم وايي چې خلک دوامداره سوله غواړي او افغان حکومت بايد د هغو ګاونډيو هيوادونو مخه ونيسي چې د جګړې دوام غواړي.

په دې غونډه کې د بلخ ولايتي شورا غړي صالح محمد مرادي هم د سولې له روانو هڅو د ملاتړ تر څنګ له مخالفينو وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته کېني.

نوموړی له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې له روانې جګړې لاس پر سر شي  چې په وينا يې خلک سوله غواړي.

په ورته وخت کې د اجرائيه رياست سلاکار محسن دانش وايي افغان حکومت هغه سوله غواړي چې د ښځو حقونه او ورسره ټول ملي ارزښتونه په کې خوندي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.