د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دایکنډي ځان وژنې پېښو نږدې ۸۲ سلنه عاملین ښځې دي

ښځې

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

د دایکنډي ځان وژنې پېښو نږدې ۸۲ سلنه عاملین ښځې دي

Feb 26, 2019 - 19:36

نیلي (پژواک، ۷ کب ۹۷): د دایکنډي عامې روغتیا ریاست وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د ځان وژنې ۷۴ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال په پرتله نږدې ۶۰ سلنه کموالی ښيي.

د دایکنډي عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې د ځان وژنې ۱۲۸ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دا کچه ۷۴ پېښو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، یادې ثبت شوې شمېرې جوتوي چې د تېر کال په پرتله د ځان وژنې موارد څه باندې ۵۷ سلنه کم شوي دي.

نوموړي وویل: ((د روان کال په ۱۱ میاشتو کې ۷۴ کسانو د ځان وژنې اقدام کړی چې د درملنې لپاره د ولایتي روغتون بېړنۍ برخې ته لېږدول شوي چې له یاد شمېرې درېیو کسانو یې ساه ورکړې ده.))

د هغه په خبره، له یادو ۷۴ پېښو ۶۱ يې د ښځو، ۱۳ یې د سړیو له خوا ترسره شوې دي چې په دې حساب ۱۸ سلنه يې نارینه دي.

درمان یادونه وکړه چې کورنی تاوتریخوالی او جبري ودونه، دویم او درېیم ودونه، اقتصادي بېوزلي، عدالت ته نه لاسرسی، عشقي او عاطفي ماتې او د امن خونو نه شتون د ښځو او نجونو د ځان وژنې اصلي لاملونه دي.

په ورته مهال، په دایکنډي کې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه په دغه ولایت کې د ځان وژنو پېښو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په دایکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر سرپرست محمد حسین حیدري وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې په دغه ولایت کې ۴۲ د ځان وژنې پېښې ثبت شوې دي چې یوه پېښه يې بریالۍ وه.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۱۹ کال په دوو میاشتو کې د ځان وژنې درې پېښې ثبت شوې دي چې دوه کسان يې مړه شوي دي.

سربېره پر دې، د دایکنډي ښځو چارو مشرې ذکیی رضايي وویل: ((له روان کال راهيسې تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۹ پېښې په دغه دفتر کې ثبت شوې دي.))

هغې زیاته کړه چې تېره شپه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۷ پېښې په دغه ریاست کې ثبت شوې دي.

۱۹ کلنې ګل جان (مستعار نوم) چې څه موده وړاندې يې د ځان وژنې هڅه کړې وه او ژغورل شوې ده، وویل چې کورنۍ يې هغه په زور واده کولو ته اړ ايستلې وه.

نوموړې زیاته کړه: ((زه د خپلې کورنۍ له پرېکړې خوښه نه وم او غوښتل مې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم؛ خو د ډاکترانو له لوري وژغورل شوم.))

هغې زیاته کړه چې له رغېدو وروسته پر خپل دريځ ټینګه ودرېده او د قومي مخورو په منځګړتوب له دې کشالې خلاصه شوه او دا مهال تعلیم کوي.

د ښخو حقونو فعالې لیلا حسيني په دغه ولایت کې د ځان وژنې عوامل د ناروا دودونو، د نرواکي فرهنګ حاکمیت، بېوزلي او وزګارتیا او لوړ ولور شتون وبلل.

هغې زیاته کړه: ((حکومت باید د دې ستونزې، بېوزلۍ او وزګارتیا کمښت او لوړ ولور مخنیوي لپاره یو میکانیزم تر لاس لاندې ونیسي.))

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د خاکباد نجونو لېسې مدیرې له هغه هلک سره چې پرې مینه وه، ځان وژنه وکړه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement