ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ځان وژنې پېښو نږدې ۸۲ سلنه عاملین ښځې دي

د دایکنډي ځان وژنې پېښو نږدې ۸۲ سلنه عاملین ښځې دي

author avatar
26 Feb 2019 - 19:36
د دایکنډي ځان وژنې پېښو نږدې ۸۲ سلنه عاملین ښځې دي
author avatar
26 Feb 2019 - 19:36

نیلي (پژواک، ۷ کب ۹۷): د دایکنډي عامې روغتیا ریاست وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د ځان وژنې ۷۴ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال په پرتله نږدې ۶۰ سلنه کموالی ښيي.

د دایکنډي عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې د ځان وژنې ۱۲۸ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دا کچه ۷۴ پېښو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، یادې ثبت شوې شمېرې جوتوي چې د تېر کال په پرتله د ځان وژنې موارد څه باندې ۵۷ سلنه کم شوي دي.

نوموړي وویل: ((د روان کال په ۱۱ میاشتو کې ۷۴ کسانو د ځان وژنې اقدام کړی چې د درملنې لپاره د ولایتي روغتون بېړنۍ برخې ته لېږدول شوي چې له یاد شمېرې درېیو کسانو یې ساه ورکړې ده.))

د هغه په خبره، له یادو ۷۴ پېښو ۶۱ يې د ښځو، ۱۳ یې د سړیو له خوا ترسره شوې دي چې په دې حساب ۱۸ سلنه يې نارینه دي.

درمان یادونه وکړه چې کورنی تاوتریخوالی او جبري ودونه، دویم او درېیم ودونه، اقتصادي بېوزلي، عدالت ته نه لاسرسی، عشقي او عاطفي ماتې او د امن خونو نه شتون د ښځو او نجونو د ځان وژنې اصلي لاملونه دي.

په ورته مهال، په دایکنډي کې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه په دغه ولایت کې د ځان وژنو پېښو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په دایکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر سرپرست محمد حسین حیدري وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې په دغه ولایت کې ۴۲ د ځان وژنې پېښې ثبت شوې دي چې یوه پېښه يې بریالۍ وه.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۱۹ کال په دوو میاشتو کې د ځان وژنې درې پېښې ثبت شوې دي چې دوه کسان يې مړه شوي دي.

سربېره پر دې، د دایکنډي ښځو چارو مشرې ذکیی رضايي وویل: ((له روان کال راهيسې تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۹ پېښې په دغه دفتر کې ثبت شوې دي.))

هغې زیاته کړه چې تېره شپه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۷ پېښې په دغه ریاست کې ثبت شوې دي.

۱۹ کلنې ګل جان (مستعار نوم) چې څه موده وړاندې يې د ځان وژنې هڅه کړې وه او ژغورل شوې ده، وویل چې کورنۍ يې هغه په زور واده کولو ته اړ ايستلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.