کابل (پژواک، ٧ کب ۹۷): د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو پنځم پړاو نن په قطر کې پیلېږي.
تېره میاشت په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له شپږ ورځنیو خبرو وروسته دواړو لورو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پنځم پړاو ناستې نېټه د کب ۶مه (د فبرورۍ ۲۵مه) ټاکلې وه.
د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو د مرکچي ټېم او امریکايي پلاوي ترمنځ نن (د کب ۷مه) په قطر کې خبرې پیلېږي.
نوموړي ویلي، د یادې ناستې په اجنډا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له دغه هېواده نورو هېوادونو ته د ګواښ نه متوجه کېدل شامل دي.
مجاهد تېره ورځ ویلي وو چې د طالبانو استازي د قطر د چارواکو له خوا په جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون کوي او هلته به یې له امریکايي پلاوي سره پېژندګلوي هم ترسره شي.
د مجاهد په خبره، د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي او امریکایانو ترمنځ اصلي خبرې نن سه شنبه (د کب ۷ مه) پیلېږي.
خو ځينو سرچینو ویلي چې د خبرو په دغه پړاو کې د اوربند او له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره پر زمینې برابرولو هم بحث کېږي.
مجاهد دغه راز په ډاګه کړې چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې د قطر دفتر د رییس په توګه هم ټاکل شوی، د یکشنبې پر ماښام دوحې ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې وه چې ملا برادر څه وخت مخکې قطر ته ولاړ شي خو د ځینو نا معلومو ستونزو له امله یې تګ ځنډول شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن