کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۷): د کندهار د والي وياند وايي چې په کندهار کې مېشتو ځانګړو ځواکونو په اروزګان کې عملیات کړي، ۱۸ د دولت وسله وال مخالفين یې وژلي او یو تن یې له مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نیولی دی.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي چې دغه عملیات په کندهار کې د مېشتو ځانګړو ځواکونو د (۰۳) قطعې له خوا د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د سور مانده په سیمه کې شوي دي.
ده وویل، په دغو عملیاتو کې د وسله والو اړوند ۹ کورونه او ۶ اتاقونه چې هغوی د خپلو پټنځایونو په توګه ورڅخه کار اخیست ویجاړ شوي دي.
دی وايي، د دې تر څنګ د عملیاتو پر مهال له وسله والو څخه یوه اندازه وسلې، مرمۍ، چاودېدونکي توکي، نظامي یونیفورم، او ۱۵ موټر سایکلونه نیول شوي او همالته له منځه وړل شوي دي.
عزیزي وویل، دغه عملیات د دقیقو کشفي معلوماتو پر بنسټ شوي چې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
په دې اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ځانګړو ځواکونو ۰۳ قطعه چې د ملي امنیت په چوکاټ کې فعالیت کوي د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل او اروزګان کې هم عملیات ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن