ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د ملکي خلکو د وژنې مخنیوی دې وشي

لاریون کوونکي: د ملکي خلکو د وژنې مخنیوی دې وشي

author avatar
26 Feb 2019 - 16:07
لاریون کوونکي: د ملکي خلکو د وژنې مخنیوی دې وشي
author avatar
26 Feb 2019 - 16:07

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۷):  لاریون کوونکو د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې هغه هوايي برید چې په کې ملکي وګړي وژل شوي، وغانده او ویې ویل، که دا ډول بریدونه ونه درول شي، د کابل ـ کندهار لویه لار به وتړي.

لاریون کوونکي چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته رسېده او «د ملکي وګړو وژنه دې ودرول شي»، «د ملکي وګړو د وژنو عاملین دې محاکمه شي» او نور شعارونه یې ورکول، د کابل ښار له دهبوري څلورلارې د بشري حقونو د کمېسیون تر دفتره پیاده وخوځېدل.

دوی وايي، د کب په درېیمه شپه د جلګې ولسوالۍ په شرتوغي کلي کې د عبدالجلیل انیس پر کور د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ پنځه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د وژل شوو د یوه خپلوان احمد تمیم بریالي د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې انیس ټپي شوی، د نوموړي ښځه، دوې پنځه او شپږ کلنې لورڼې او یو ۱۴ کلن زوی او یو ۱۵ کلن ځوان چې په دغه کور کې یې د خدمتکار په توګه کار کولو وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي وویل، په دغه برید کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ، یوه اووه کلنه ماشومه او یو ۲۲ کلن ځوان ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي: ((زه نور څه نه وایم، خدای دې له ظالمانو سره حساب وکړي، خدای دې د دوی کورونه هم زموږ د کورنۍ په څېر تباه کړي.))

د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال فیصل امیرزي په دغه ولایت کې د شپنیو عملیاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((شپني عملیات او هوايي بریدونه د خلکو د عامه وژنې لامل کېږي، تر څو به د بې وزله خلکو پر وړاندې وحشت روان وي، زموږ کورونه خوندي نه دي، مقدساتو ته مو سپکاوی کېږي خو څوک مو غږ نه اوري.))

هغه وايي، دوی ځکه د بشري حقونو د کمېسیون مخې ته راغلي چې حکومتي چارواکي او نړیواله ټولنه یې غږ واوري او دغه ډول عملیات ودروي.

نوموړي ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: ((که بې مورده شپني عملیات او ړانده هوايي بریدونه و نه درول شي موږ لاریونونو ته دوام ورکوو او په میدان وردګو کې د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړو.))

د یاد ولایت قومي مشر او د لاریون ګډونوال محمد نعیم وردګ وویل: ((موږ کومه بله غوښتنه نه لرو، موږ غواړو چې زموږ د ځوانانو، ښځو او ماشومان وژنې بندې شي، موږ غواړو د چې د بېګناه خلکو وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.))

د جګړن انیس یو خپلوان محمد قاسم هم وویل، په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې تل ملکي وګړي وژل کېږي جې باید مخه یې ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د میدان وردګو اوسېدونکو پرېکړه کړې چې که په یوه اوونۍ کې د جلګې د هوايي برید عاملین په نښه او یاد بریدونه ونه درول شي د کابل ــ کندهار لویه لار تړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.