ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Feb 2019 - 02:15
ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Feb 2019 - 02:15

جلال اباد (پژواک، ۶ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې مرکز جلال اباد ښار کې د چت پرېوتو له امله دوه تنه مړه او اته ښځې ټپيانې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند توپ غونډۍ سیمه کې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د يو کور د کوټې چت پرېوتی دی.

دی وايي، د يادې پېښې له امله یوه اووه کلنه ماشومه او یوه پنځه پنځوس کلنه مېرمنه مړه شوي او د اوو میاشتو یوې ماشومې په ګډون ۸ ښځې ټپيانې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ټپي ښځو عمرونه له اتلسو څخه تر ۳۳ کلونو پورې دي او د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوې دي.

هغه زياته کړه، یاده  پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د یوې کورنۍ مېرمنې په اول پوړ کې سره را ټولې وې چې خوا کې د بل کور لنټري دویم چت پرې را پرېوتی او له امله یې یاده  مرګ ژوبله رامنځته  شوې ده .

د والي وياند وايي، په پېښه کې د درېيو ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

عطاء الله خوږياڼي دا هم وويل، لومړني معلومات ښيي چې د راپرېوتي لنټري چت لاندې برخه په اساسي ډول نه وه جوړه شوې او د همدې تخنیکي ستونزې له امله را پريوتى دى .

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د ننګرهار عمومي محبس کې هم د چت پرېوتو له امله يوه مېرمن مړه شوې وه او دوه ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.