جلال اباد (پژواک، ۶ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې مرکز جلال اباد ښار کې د چت پرېوتو له امله دوه تنه مړه او اته ښځې ټپيانې شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند توپ غونډۍ سیمه کې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د يو کور د کوټې چت پرېوتی دی.
دی وايي، د يادې پېښې له امله یوه اووه کلنه ماشومه او یوه پنځه پنځوس کلنه مېرمنه مړه شوي او د اوو میاشتو یوې ماشومې په ګډون ۸ ښځې ټپيانې شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ټپي ښځو عمرونه له اتلسو څخه تر ۳۳ کلونو پورې دي او د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوې دي.
هغه زياته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د یوې کورنۍ مېرمنې په اول پوړ کې سره را ټولې وې چې خوا کې د بل کور لنټري دویم چت پرې را پرېوتی او له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده .
د والي وياند وايي، په پېښه کې د درېيو ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
عطاء الله خوږياڼي دا هم وويل، لومړني معلومات ښيي چې د راپرېوتي لنټري چت لاندې برخه په اساسي ډول نه وه جوړه شوې او د همدې تخنیکي ستونزې له امله را پريوتى دى .
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د ننګرهار عمومي محبس کې هم د چت پرېوتو له امله يوه مېرمن مړه شوې وه او دوه ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن