د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوه

Feb 26, 2019 - 19:03

کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۷): په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د یوې غونډې په جوړولو د هغوی هڅې او سرښندنې وستایل شوې.

دغه غونډه کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو ریاست په نوښت د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې ولایتي چارواکو، د امنیتي ارګانونو مسوولینو او قومي مخورو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وویل، ملي امنیتي ځواکونه د هېواد رښتیني خدمتګاران دي چې د خاورې او خلکو د ساتنې په لار کې يې هڅې او سرښندنې د ډېرې ستاینې وړ دي.

هغه له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په کال کې یې یوه ورځ د امنیتي ځواکونو په نوم کړې ده.

ده زیاته کړه، د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د هغوی د ستاينې پروګرامونه نور هم بايد زيات شي څو په بشپړ مورال او پیاوړتیا د خاورې او خلکو ساتنې ته وهڅول شي.

خو د دې تر څنګ ده یادونه وکړه، دا چې امنیتي ځواکونه د خپل هېواد او ولس لپاره خپل سرونه قربانوي باید حقونو ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي دا د خلکو مکلفیت وګاڼه چې په هر حال کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او ننګه یې وکړي.

دغه راز نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، څو ځوانان وهڅوي د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کړي.

غونډې ته قومي مشرانو، مدني فعالانو، ولسوالانو او نورو چارواکو هم ویناوې وکړې او امنیتي ځواکونو ته یې د هغوی د ورځې په ویاړ مبارکي وویل.

هغوی هم د هېواد ساتنې په لار کې د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې تل به د هغوی ملاتړي وي او په هر حالت کې به یې په خوا کې ولاړ وي.

سرتېرو او افسرانو ډاډ څرګند کړ چې د خپلو سرونو په بدله به له خلکو او خاورې ساتنه کوي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې خلکو، هېواد او ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي.

د محمد نسیم په نوم د ملي اردو یوه سرتېري پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې جوړول پر ځای ګام دی خو چارواکي او په ټوله کې دولت باید د امنیتي ځواکونو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: ((امنیتي ځواکونه ډېره سخته دنده تر سره کوي او هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، دولت ته په کار ده چې د هر سرتېري حق ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))

دی وايي، دا د دولت دنده ده چې امنیتي ځواکونه هم د دندې پر مهال اکمال او تجهیز کړي او ژوند ته یې پاملرنه وکړي او دغه راز کله چې سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي نو باید چې کورنۍ او اولادونو ته یې لا ډېره پاملرنه وشي.

نوموړي وویل، ډېر مهال ویني چې همکاران یې د هېواد ساتنې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو تر مرګ وروسته یې کورنۍ ته هغسې پاملرنه نه کېږي چې ښايي او همدا حالت پر دوی ناسم اغېز کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement