ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په غزني کې د ۱۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په غزني کې د ۱۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
26 Feb 2019 - 14:16
چارواکي په غزني کې د ۱۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
26 Feb 2019 - 14:16

غزني ښار (پژواک، ٧ کب ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې د ځمکني او هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ژوندي نيول شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو په رشيدانو، ده يک او قره باغ ولسواليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د رشيدانو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عشر ټولولو مسوول حاجي متين او يو بل مشهور قوماندان فاروقي هم شامل دي.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ هوايي بريدونه روان دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې ډېرى وخت وسله وال طالبان وژل کېږي، خو کله ناکله ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

خو بل لور ته طالبان بيا يادې څرګندوې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په رشيدانو ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاپه وهل شوې چې په ترڅ کې د حاجي متين په نوم يو ملکي وګړى وژل شوى او پنځه نور ملکي وګړي يې له ځانه سره بيولي دي.

مجاهد دا هم وويل چې د ګيلان ولسوالۍ په رسني سيمه کې هم دولتي او بهرنيو ځواکونو پر يوه روغتيايي مرکز چاپه وهلې چې له امله يې د صديق الله مسلم په نوم يو ډاکټر وژل شوى دى.

خو د غزني چارواکي بيا دغه څرګندوې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.