ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خلاصون لارې شورا: حکومت غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي

د خلاصون لارې شورا: حکومت غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي

author avatar
27 Feb 2019 - 17:03
د خلاصون لارې شورا: حکومت غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي
author avatar
27 Feb 2019 - 17:03

کابل (پژواک، ۸ کب ۹۷): د خلاصون لارې شورا وايي، حکومت پر ملکي موخو د بريدونو، د بنديانو ځورولو او ولسمشريزو ټاکنو په تر سره کولو، غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي، خو حکومت دغه څرګندونې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهيسې په قطر کې د طالبانو او امريکا د استازو له خوا د سولې خبرو پنځم پړاو روان دى.

د افغانستان د خلاصون شورا مشر سيد اکبر اغا نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل:"د سولې په برخه کې له ټولو پرمختګونو سره سره موږ په هېواد کې د يو لړ خنډونو او داسې کړنو شاهدان يو چې ښايي افغانستان په لوی لاس يو ځل بيا د ناورين پر لور بوځي او له اتلس کلنې جګړې وروسته بيا هم هېواد د سولې پر ځای د جنګ ډګر وي."

دی وايي، د هېواد په ډېرو زندانونوکې له بنديانو سره ناوړه چلندکېږي او هېڅ ډول اسانتياوې نه دي ورکړل شوي.

هغه ادعا وکړ:" د زندان کسانو درې څلور ورځې وړاندې ځينې زندانيان د پلچرخي په څلورم بلاک کې دومره وهلي وو چې ان پر سرونو او ملاګانو يې د وهلو نښې موجودې وې."

د يادې شورا بل غړي مولوي عبدلودود صديقي وويل:"عام ولس سوله غواړي، خو له بده مرغه پر موږ ړندې بمبارۍ کېږي؛ نو پوهېږو چې له مظلوم ولس سره ولې داسې چلند کېږي؟"

هغه د سولې پر روانو هڅو خوښي ښوده او ويې ويل چې افغانان له جګړو ستړي دي او په افغانستان کې د اسلامي شريعت پر رڼا کې اسلامي حکومت غواړي.

د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدين هم په ياده ناسته کې وويل، هر کله چې د متخاصمو ډلو تر منځ د سولې خبرې کېږي نو دواړه خواوې نرمښت ښيي، خو له بده مرغه چې دا مهال د طالبانو پر وړاندې لا هم د جګړې ادبيات کارول کېږي.

هغه هم پر ملکي وګړو بمبارۍ وغندلې او زياته يې کړه چې دغه کار د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځته کوي.

دی زياتوي، طالبانو د سولې خبرو ته تياری ښودلی، حکومت هم بايد د سولې د خبرو پر وړاندې انعطاف وښيي او له داسې کړنو ډډه وکړي چې د سولې بهير له خنډ سره مخ کوي .

د يادې شورا په اعلاميه کې راغلي:"په يو شمېر ولايتونو کې پر ديني مرکزونو، جوماتونو او د عامو وګړو پر کورونو ړندې بمبارۍ او د عام ولس وژنه د نظام د ملاتړ او بقا پر ځای، د ولس له کرکې او نفرت سره مخ کوي او د ملت او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي."

په اعلاميه کې پر ملکي خلکو د بريدونو بندېدو غوښتنه شوې او په کې راغلي چې حکومت دې له هغو کړنو او هڅو ډډه وکړي چې په هېواد کې د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.