کابل (پژواک، ۸ کب ۹۷): د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د پاکستان هوايي حریم د عبوري الوتنو لپاره تړل شوی او د هېواد د هوايي شرکتونو الوتکې هم باید له دې لارې پرواز و نه کړي.
د ملکي هوايي چلندادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول برخې نن د پاکستان د فضايي کنټرول برخی له معلوماتو سره سم، خبرتیا ترلاسه کړه چې د دې هېواد هوايي حریم د عبوري الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
سرچينې زیاته کړې ده چې د هوايي چلند ادارې له ټولو هوايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه پر ټولو تېرېدونکو کرښو د دې هېواد د بیا خبرتیا ترمهاله الوتنې ځنډېدلې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په فضايي حریم کې هېڅ راز ستونزه شتون نه لري او د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول کرښه به د پاکستان د فضايي حریم بېرته پرانیستل کېدو موضوع به له ځنډ پرته د هېواد هوايي شرکتونو سره شریکه کړي.
په ورته مهال د افغانستان کام ایر هوايي خصوصي شرکت ویلي چې پاکستان د دې شرکت یوه الوتکه چې له کابل څخه د ډیلي پر لور روانه وه، یاد هېواد له خپل حریم څخه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې او بېرته کابل ته راګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هند د روانې اوونۍ دوشنبې په ورځ د پاکستان پر یوه سیمه هوايي برید کړی دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دا بريد د خیبرپښتونخوا ایالت په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد پر یو مرکز شوی دی.
پاکستان نن ویلي دي چې د هند دوه جټ الوتکې يې رانسکورې کړې دي او یو هندي پیلوټ يې نیولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن