غزني ښار(پژواک، ٨ کب ٩٧): د غزني اوسېدونکي وايي چې تر شل ورځني عملياتو وروسته هم د غزني-پکتيکا عمومي لار د ترافيکو پرمخ خلاصه نه شوه.
شاوخوا لس مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ چې له هغه وروسته يې د غزني-پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله، خو ځينې موټر اوس هم په خامه او فرعي لارو تګ راتګ کوي.
د غزني چارواکو د يادې لارې د خلاصون په موخه درې ځلې عمليات وکړل چې وروستي عمليات يې شل ورځې پيل او تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
د غزني اوسېدونکي مُحب الله د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوځل بيا حکومت د غزني-پکتيکا لويې لارې د خلاصون لپاره ناکامه عمليات ترسره کړل.
ده وويل: ((دا څوم ځل دى چې عمليات کوي، تېره شپه يې عمليات پاى ته ورسول، سهار وختي بيا طالبان پر سړک ولاړ وو.))
نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت بايد له عملياتو وروسته د لارې د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي.
په ورته وخت کې د غزني-پکتيکا لويې لارې يو تن موټر چلوونکي حکمت الله پژواک ته وويل: ((عمومي سړک طالبانو بند کړى، په خامه لارو به تللو خو اوس په خامه لارو هم نه شو تللى، ځکه هلته واوره پرته ده.))
ده هم وويل چې امنيتي ځواکونو د يادې لارې د خلاصون لپاره ناکامه عمليات ترسره کړي او دغه لار اوس بېرته له طالبانو سره ده.
حکمت زياتوي: ((موږ ورته خوشحاله وو چې عمليات به پايله ورکړي او لار به خلاصه شي، خو هيڅ هم ونه شول.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو ورته څرګندونې وکړې.
په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين پژواک ته وويل چې شل ورځې وړاندې يې د غزني-پکتيکا لويې لارې د خلاصون په موخه عمليات پيل کړي وو.
هغه وايي چې د عملياتو پرمهال درې امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن