کابل (پژواک، ۸ کب ۹۷): جاپان، په پروان، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې د ماين پاکولوپه برخه کې يو عشاريه دوه ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.
د دغې مرستې تړونونونه نن کابل کې د جاپان سفارت شارژدافېر او سرپرست د افغانستان د ماين پاکولو او بيا ودانولو موسسې له مشر فضل کريم فضل او د افغانستان د بیا ودانولو او انرژۍ د سپما موسسې مشر عارف الله عظيمي سره لاسليک شول.
د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې، يادې پيسې د ماين پاکولو په دوو پروژو کې په پروان، کاپيسا او ننګرهار کې لګول کېږي.
سرچينه ليکي چې د بې بدله يادې مرستې په پيسو به يو عشاريه شپږ کيلومتره مربع ځمکه له ماينونو او چاودېدونکو توکو څخه پاکه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کار سره به شاوخوا ١٤ زره کورنۍ د ماينونو له ګواښ نه خوندي کړي او د هغوی ځمکې به د معيشت په زېرمو بدلې شي.
سرچينه زياتوي چې د ماينونو له خطرونو د خلکو خبرول هم په دغو پروژو کې شامل دي.
په افغانستان د جاپان سفارت شارژدافیر کیچي هارا وویل چې د ماينونو پاکول د اقتصادي وضعيت په ښه والي کې مرسته کوي.
دى وايي چې هېواد يې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دى.
د اقتصاد وزارت د نادولتي موسسو مشر احمد رياض صديقي د جاپان له مرستې د مننې تر څنګ وويل چې له ٢٠١٢ کال راهيسې د جاپان په مرسته څه باندې ٢٦ کيلومتره سيمه له ماينونو پاکه شوې ده.
دى وايي چې جاپان په ټوليز ډول له ٢٠٠١ کال راهيسې د کرنې، کليو پراختيا، پوهنې او نورو برخو کې له افغانستان سره ۶.۶ میلیارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن