کابل (پژواک، ٩ کب ٩٧): افغان مېرمنو نن په کابل کې د سولې په تړاو د «جګړه بس ده» تر شعار لاندې غونډه وکړه او ویناوالو یې د جګړې پر پای ته رسېدو د ټينګار تر څنګ وویل، هېڅ لوری باید د ښځو له حقونو نا سمه استفاده ونه کړي.
یاده ناسته نن د ولسمشر محمد اشرف غني، د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني او د هېواد له مرکز او ولایتونو د راغلو ښځو په ګډون د لویې جرګې په خېمه کې ترسره شوه.
رولا غني وویل، دغه ناسته د افغان مېرمنو د مخکنیو ناستو په دوام جوړه شوې چې موخه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د سولې په اړه د ښځو د نظرونو راټولول دي.
هغې زیاته کړه، نن د یادو ناستو پرېکړه لیک خپرېږي.
هغې زیاته کړه: ((ټول افغانان سوله غواړي خو نه پوهېږم ولې جګړه ده، موږ جګړه نه غواړو له جګړې ستړي یو، جګړه بس ده، حکومت سوله غواړي او طرحه لري.))
رولا غني د خپلو خبرو په دوام وویل: ((موږ ښځې تل فکر کوو چې توان نه لرو، غږ مو پورته کېږي خو څوک یې نه اوري، داسې نه ده موږ د ټولنې مهمه برخه یوه، زموږ فکر، لاره او اندېښنې مهمې دي چې باید واروېدل شي.))
د غونډې یوې ګډونوالې زینب موحد د اسلام له نظره د ښځو پر حقونو خبرې وکړې او ویې ویل، قرانکریم په بېلابېلو برخو کې د ښځو حقونه ښودلي دي.
هغې وویل، د حضرت محمد «ص» ښځې د سوداګرۍ کار درلود او دا ښيي چې اسلام د ښځو د اقتصادي فعالیتونو مخه نه نیسي.
نوموړې زیاته کړه: ((زه له افغان ښځو غواړم چې د سولې په خبرو کې خپل ځای او ونډه و ټاکئ. موږ باید هېڅ لوري یا کس ته زموږ له حقونو څخه د ناسمې استفادې اجازه ورنه کړو، موږ داسې ښځو ته د ټولنې د غړو د نیمايي برخې حقونو غوښتنه کوو.))
هغې د ښځو له ګډونوالو ته وویل: ((زه د سولې په بهیر کې له اخته مشرانو غواړم چې د مهربانۍ له مخې دې هېچا ته د ښځو له حقونو څخه د ناسمې استفادې اجازه نه ورکوي.))
ټاکل شوې چې نن له غرمې وروسته به د یادې غونډې د ګډونوالو پرېکړه لیک اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن