ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لر او بر ځینو پښتنو د افغان ستونزې د حل لپاره پر جدي هلوځلو ټينګار وکړ

د لر او بر ځینو پښتنو د افغان ستونزې د حل لپاره پر جدي هلوځلو ټينګار وکړ

author avatar
28 Feb 2019 - 16:11
د لر او بر ځینو پښتنو د افغان ستونزې د حل لپاره پر جدي هلوځلو ټينګار وکړ
author avatar
28 Feb 2019 - 16:11

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٧): د لر او بر يو شمېر پښتنو د دواړو لورو د پښتنو پر يووالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پښتنو ستونزو د حل لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي.

د (لوى افغانستان نن او سبا) تر نامه لاندې نن په کابل کې غونډه جوړه شوې وه چې د لر او بر پښتنو په کې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي او د لوى افغانستان ټولنې مشر مشعل  خان ټکر وويل چې د ستونزو د حل په موخه د دواړو لورو د پښتونو يووالى ډېر مهم دى.

هغه وايي: ((موږ له اباسين تر امو پورې لوى افغانستان غواړو، له سلو کلونو ډېر وشول چې د غلامي په زنځير کې بند يو، نور بايد دغه بند خاتمه پيدا کړي.))

د هغه په اند، که چېرې پښتانه سره يو ځاى شي نو د روان ميلادي کال تر پايه به لوى افغانستان جوړ شي.

نوموړي دا هم وويل چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې پاکستان په افغانستان کې يوه نا اعلان شوې جګړه روانه کړې چې بايد نور يې مخه ونيول شي.

ټکر زياتوي چې په افغانستان کې د ستونزو د خلاصون په موخه بايد حکومت او طالبانو سوله وکړي، ځکه دلته ټول خلک سوله غواړي.

ده زياته کړه: ((که چېرې سوله موږ ته د ډيورنډ په منلو راکوي نو موږ له دې سولې تېر یو او پاکستان د دې سيمې يو سرطاني غده ده چې بايد عمليات يې وشي.))

نوموړي د سيمې له هېوادونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره جدي هلې ځلي وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د ملي تحريک مشر محمد اسماعيل يون وويل چې په تېر کې لوى افغانستان يو حقيقت و، اوس پر يو خيال بدل شوى خو سبا به د لر او بر پښتانه دغه خيال پر يو حقيقت بدلوي.

ده هم د لر او بر پښتنو پر يووالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې دواړو لورو ته يواځې پښتانه ځپل کېږي چې نور يې بايد مخه ونيول شي.

په دې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په راتلونکي به هم د لر او بر پښتنو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه ورته غونډې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.