ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Feb 2019 - 13:52
بلخ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Feb 2019 - 13:52

مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۷): د بلخ سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې تېره شپه د دغه ولايت د چهاربولک، کشندې او چمتال ولسواليو پر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د کب په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر وسله والو طالبانو تېره شپه د کشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بلخ- دره صوف پر لاره د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د هغه په وينا، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په پايله کې يې د پوستې د قوماندان غلام رسول په ګډون ۵ پوليس وژل شوي او يو هم ټپي شوی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند همدا راز وايي، د تېرې ورځې ماښام د چهاربولک ولسوالۍ په سبزکار سيمه کې هم طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی چې له امله يې يوه پوليس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپيان شوي دي.

عادل شاه عادل د بلخ چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې پخلی کوي خو د تلفاتو په اړه يې څه نه وايي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په نښتو کې ګڼو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره جزئيات يې وړاندې نه کړل.

په ورته وخت کې د شمال زون ۲۰۹ شاهين قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ ولايت کې ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

شاهين قول اردو ويلي چې تېره شپه د چمتال ولسوالۍ په قشقار سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو نښته کې اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

په اعلاميه کې همدا راز ويل شوي چې د کب په ۸مه د بلخ د شولګر ولسوالۍ په ناوه سيمه کې پر طالبانو بريد شوی چې په پايله کې يې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې په حواله، د يادو نښتو په جريان کې زيات شمېر وسلې هم د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره په بلخ کې ګڼو امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.