ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري

خليلزاد: په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري

author avatar
28 Feb 2019 - 13:48
خليلزاد: په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري
author avatar
28 Feb 2019 - 13:48

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٧): زلمى خليلزاد وايي، په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري او د شنبې په ورځ به دواړه لوري خپلو کې له مشورو وروسته بيا خبرې پيل کړي.

د طالبانو او امريکا د مذاکراتي ډلو ترمنځ پنځمه ناسته د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې پيل شوې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ هم د دواړو لورو ترمنځ تعارفي ناسته شوې وه.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په دوحه کې له طالبانو سره د تېرو درېيو ورځو خبرو لاسته راوړنه لرله.

ده د لاسته راوړنو په اړه جزئيات نه دي ورکړي خو وايي د سولې په اړه خپل ورو، خو ټینګ ګامونه پورته کول ځکه روان ساتو، چې دواړه لوري یو او بل ښه وپېژني او په پای کې سولې ته ورسیږي.

.هغه زياتوي چې نن او سبا به دواړه خواوې په خپلو کې سره سلا مشورې وکړي او د شنبې په ورځ به له پلان سره سم بيا پر څلورو مهم مسايلو خبرې وشي.

ده د يادو څلور مسايلو په اړه هم جزئيات نه دي ورکړي.

خليلزاد وايي، د دې تر څنګ چې خبرې په دوحه کې دوام لري، په کابل کې هم د يو ملي ټيم په جوړښت کې پرمختګ شوى چې له طالبانو سره به بين الافغاني خبرې پر مخ بوځي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې د دوحې په ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ وړمه ورځ او پرون له غرمې وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژور بحثونه شوي.

مجاهد زياتوي چې پرون له غرمې وروسته پر دې موضوع هم خبرې شوې چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. دى وايي چې دغه مجلس تېر ماښام پای ته ورسېد.

هغه هم وايي چې نن او سبا به دواړه مذاکراتي ډلې په خپل منځ کې مشورې او د درېیمې ورځې بیا ناستې لپاره تیاری کوي او راتلونکې غونډه به دوه ورځې وروسته د شنبې په ورځ جوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.