ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لس سلنه مخابراتي محصول له لارې نږدې ١٤،٦ ميليارده افغانۍ راټولې شوې

د لس سلنه مخابراتي محصول له لارې نږدې ١٤،٦ ميليارده افغانۍ راټولې شوې

author avatar
28 Feb 2019 - 13:55
د لس سلنه مخابراتي محصول له لارې نږدې ١٤،٦ ميليارده افغانۍ راټولې شوې
author avatar
28 Feb 2019 - 13:55

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٧): د مخابراتي سکتور د عوایدو راپور ورکولو سيستم تړون په داسې حال کې لاسليک شو چې په درېيو کلونو کې د لس سلنه مخابراتي محصول له لارې څه باندې ١٤،٥ ميليارد افغانۍ راټولې شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ليکي چې د ياد سيستم (Real Time Data Management) تړون نن له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د "بوستوز ګروپ" کمپنۍ ريیس جوشواجيبوستوز لاسليک کړ.

سرچينه زياتوي چې د ياد تړون د لاسليک په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیستم د (۱۰سلنه) مخابراتي خدماتو محصول راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه ایجاد شوی چې د هېواد په کچه به ترې ګټۀ پورته شي.

سرچينه زياتوي: "د دغه سیستم د ایجاد اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو له سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عواید زیاتېږي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لس سلنه مخابراتي محصول راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه له ۱۴ میلیارده او ۵۹۰ میلیونه زیاتې افغانۍ راټولې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د ١٣٩٤ کال د تلې مياشتې په ٢٢مه د ولسمشر له لوري د لس سلنې محصول د وضع کېدو فرمان د رايو په اکثريت رد کړ، خو وروسته د مشرانو جرګې له خوا تاييد شو.

وروسته د دواړو جرګو ګډ کمېسيون ځکه دغه فرمان تاييد کړ چې د ياد کال په بودجه کې شامل و، خو په ١٣٩٦ کال کې  د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون د دغه محصول د رد طرحه جرګې ته وړاندې کړه او جرګې دغه طرحه تاييد کړه، خو مشرانو جرګې رد کړه او تر اوسه د دواړو جرګو ګډ کمېسيون په دې اړه تصميم نه دى نيولى.

د ولسمشر د فرمان او وزيرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول د ١٣٩٤ کال د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې اجرايي شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.