ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: طالبان حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی

غني: طالبان حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی

author avatar
28 Feb 2019 - 19:58
غني: طالبان حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی
author avatar
28 Feb 2019 - 19:58

کابل (پژواک ٩ کب ٩٧): ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل، حکومت چمتو دی ترڅو هغوی ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی.

نوموړي دغه خبرې نن مازدیګر د کب نهمې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت مقر کې جوړ شوي و، وکړې.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني وویل: "د جمهوري ریاست او تر هغې د مخه زما د ژوند تر ټولو زرینې شېبې له باتورو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای وې او په عین حال کې تر ټولو ترخې شېبې مې هغه مهال وي چې د خپلو زړورو سرتېرو د شهادت یا ټپي کېدو خبر ترلاسه کوم."

ده زياته کړه، هیڅ سیاسي تحول او توافق زموږ د زړورو قواوو لاسته راوړنې او سرښندنې تر سیوري لاندې نه شي راوستلی او په صراحت او قوت افغانانو ته ډاډ ورکوي چې په هیڅ صورت کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مقام معامله ونه شي او د یواځیني مشروع ځواک په توګه به خوندي وي.

نوموړي هغو کورنیو ته چې خپل زامن یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته لېږلي، د درناوي مراتب وړاندې کړل او ويې ویل: "ویاړم چې د دې وطن اصلي او معنوي مالکیت ستاسو دی، ځکه اصلي خطر تاسو منئ او اصلي قرباني تاسو ورکوئ او ستاسو د قربانیو له برکته په ميلیونونو افغانان په امن کې ژوند کوي."

هغه زیاته کړه، زموږ تعهد دا دی چې د ټولو قربانيانو کورنیو ته رسېدګي کېږي.

ولسمشر د هېواد د سرتېرو ملي روحیې ته په اشارې وویل، هغه څه چې د دې لامل ګرځي چې زموږ ځوانان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای شي، هغه  د وطن دوستۍ، ملي نوامیسو او د افغانستان شریفو خلکو څخه د دفاع حس دی.

هغه د سرتېرو له کورنیو او میندو څخه د دې قهرمانانو د روزنې په خاطر مننه وکړه.

غني وویل، په جګړه کې تر ټولو سخته شېبه، هغه ده چې سوله نږدې کېږي او حملې شدت مومي.

هغه زیاته کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته يې لارښوونه دا ده چې د احتمالي بریدونو د دفعه کولو لپاره هر ډول غوره چمتووالی ولري.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل، حکومت چمتو دی ترڅو هغوی ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره د تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی.

هغه زیاته کړه، سوله متقابل عزت دی او کله چې موږ له قید او شرط پرته د سولې مذاکرات اعلان کړل، تاسې ته مو په کم نظر ونه کتل، تاسې هم د افغانستان عظیم ملت ته په کم نظر مه ګورئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.