ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولایت د مدني بنسټونو مشر له یو برید څخه روغ ووت

د بلخ ولایت د مدني بنسټونو مشر له یو برید څخه روغ ووت

author avatar
1 Mar 2019 - 15:49
د بلخ ولایت د مدني بنسټونو مشر له یو برید څخه روغ ووت
author avatar
1 Mar 2019 - 15:49

مزارشریف (پژواک، ۱۰ کب ۹۷): په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د بلخ ولایت د مدني بنسټونو مشر د  ناپېژاندو وسلوالو له یو برید څخه روغ وتلی او روغتیایی وضعیت یې ښه دی.

د بلخ ولایت مدني فعال نجیب پیکان وایي چې نا پېژاندو وسلوالو تېرماښام د بلخ ولایت د مدني بنسټونو مشر او د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ښوونکی سیدعبدالحمید صفوت باندې برید کړی خو نوموړي ترې روغلی وتلی دی.

هغه، وویل چې صفوف یوه اکاډمیک شخصیت، د ښوو اخلاقو خاوند او د بلخ مدني ټولنې غړی دی او له ډار پرته یې خپل احساس د بې عدالتي پر وړاندې څرګند کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د ده په اړه د غلا ادعا ناسمه ده، ځکه وسلوالو کسانو د هغه د سرپرېکولو هوډ درلود.

پیکان وویل: ((د هېواد دښمنان هڅه کوي څو دا غږونه چوپ کړي خو سم نه دي پوه شوي او باید پوه شي چې موږ وېره نه لرو او نه تسلیمېږو او له پخوا څخه به نور هم په پیاوړي هوډ حرکت وکړو.))

په ورته مهال، عبدالحمید صفوت، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېرماښام نږدې ۷ بجې درې وسلوالو د مزارشریف اتمې ناحیې اړوند د بخدي کارته په سيمه کې پر نوموړي برید وکړ.

هغه زیاته کړه چې یادو کسانو سربېره له دې چې نوموړی یې د تومانچې په واسطه پر سر وهلی او هغه يې ټپی کړی، دوه لپ ټاپ کمپیوټرونه، ګرځنده غوږۍ او مهم اسناد یې چې په موټرکې وو، له ځان سره وړي دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سيمې ته رسېدلي او نوموړی یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

په ورته مهال، د ټولنیزو شبکو کارونکو د هېوادوالو امنیت په ټینګښت کې د مسؤولینو پر بې پروايي نیوکه کړې او پر صفوف برید یې پر انسانیت برید بللی، د دې پېښې د جدي پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

پژواک پرله پسې هڅې وکړې څو په دې اړه د بلخ ولایت د چارواکو نظر واخلي، خو و نه توانید.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.