ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیمه ییز چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۳۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سیمه ییز چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۳۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Mar 2019 - 16:09
سیمه ییز چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۳۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Mar 2019 - 16:09

میمنه (پژواک، ۱۰ کب ۹۷): په فاریاب کې یو سیمه ییز چارواکی وایی چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې نږدې ۱۵ امنیتي سرتېري يې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ارکلیک سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د تېرې شپې په برید کې، ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، نښته څو ساعتونه روانه وه چې په پایله کې یې ۱۰ ملی اردو سرتېري، ۵ پولیس او ملي پاڅوونکونکي وژل شوي ، د ملي اردو ۱۰ سرتېري او ۵ ولسي پاڅونکونکي ټپیان دي.

قیصاري زیاته کړه چې تازه دمې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي څو مړي او ټپیان راولېږدوي.

هغه وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر يې په لاس کې نشته.

خو د طالبانو یو چارواکي، پژواک ته وویل چې په دې نښته کې يې ۱۲ دولتي سرتېري وژلي چې مړي یې لاهم د جګړې په ډګر کې پاتې دي او یو شمېر ټپي او ورک دي.

نوموړي زیاته کړه چې په نښته کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې هم د دوه طالبانو مړي او څلور نور ټپي طالبان لیدلي دي.

درې ورځې وړاندې د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان او په شمال کې میشت د ناټو ځواکونو قوماندان میمنې ښارته په خپل سفر کې د پسرلني عملياتو لپاره د امنيتي ځواکونو چمتووالي او د طالبانو د ځپولو ګواښ کړی وو؛  خو د ولایتي شورا غړي سیدعبدالباقي د یادو چارواکو خبري پوچې او رسانیز تبلیغات بولي او وايي چې د خلکو اولاد د دې چارواکو د بې پروايي او غفلت امله مړه کېږي.

هغه د ۱۴ سرتېرو د وژل کېدو، ۱۴ ټپیانو او دوه نورو برمته توب تایید کړ ويې وویل: ((په تېرو درې میاشتوکې د ارکلیک سیمه کې څه باندې ۲۰۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو حکومت پرې خبر نه دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.