ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده

د سالنګ لویه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده

author avatar
2 Mar 2019 - 09:38
د سالنګ لویه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده
author avatar
2 Mar 2019 - 09:38

پلخمري (پژاوک، ١١ کب ٩٧): د سالنګ لویه لار له پرون مازدیګر راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو اوس مسوولین وايي چې د واورې د ډېر ورښت او توفان له امله د دې لارې په اوږدو کې ۱۵ ځایه واورې ښویېدنې رامنځته شوې دي.

د سالنګونو د څار او ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبی نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې د سخت توفان او پرله پسې ورښتونو له امله دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

حبیبي زیاته کړه چې په شمالي سالنګ کې ۱۵ ځایه واوره ښویېدلې او په جنوبي سالنګ کې له تېر مازدیګر راهيسې واوره اوري چې پر دغې لار یې د موټرو تګ راتګ ناشونی کړی دى.

هغه زیاتوي چې په سالنګونو کې هوا اوس هم ډېره خرابه ده او ممکن تر راتلونکې ورځې دوام وکړي چې له امله به یې د لارې پاکولو چارې هم ولاړې وي.

د يادونې ده، په تېرو دوو مياشتو کې د پرله پسې ورښتونو له امله دا نهم ځل دى چې د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.

د يادونې ده، د سالنګ لويه لار پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي او هره ورځ پر دغې لويې لار زرګونه موټر تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.