بامیان- غور (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): د بامیان او غور سیمه ییز چارواکي وايي چې د درنو واورو د ورښت او سختو توپانونو له امله ګاونډیو ولایتونو ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي او د توپان تر کمېدو د لارو پاکولو امکان شتون نه لري.
د بامیان فواید عامې رییس غلام نبي فقیري پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په ټول ژمي کې مو داسې سخت توپان نه و لېدلی او فواید عامې ریاست د توپان تر پای ته رسېدو د لویو لارو پاکولو توان نه لري.))
نوموړي زیاته کړه ټول ۱۱ مسیرونه چې د پاکولو مسوولیت یې د فواید عامې ریاست پر غاړه دی، بند شوي او دمګړۍ له ګاونډیو ولایتونو سره د بامیان اړیکه پرې شوې ده.
هغه وویل چې د شیبر کوتل له لارې د کابل- بامیان لار په ټول ژمي کې نه وه بنده شوې، خو تېره شپه د شدید توپان له امله بنده شوې ده.
په ورته مهال د غور فواید عامي رییس عبدالمجید صمیم وايي چې تېره شپه د درنو واورو ورښت له امله د غور مرکز ته ټولې غځېدلې لارې بندې شوې او همدا راز د غور- کابل او غور- هرات لويې لارې او د غور ولایت ولسوالیو ته ټولې غځېدلې لارې د مساپرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.
نوموړی له مساپرو غواړي چې د لارو تر خلاصېدو دې پر یادو مسیرونو له تګ راتګ څخه ډډه وکړئ.
هغه وویل: ((د درونو او بې مخینې واورو د ورښت کچه په ډېرو ولسوالیو کې له ۳۰ تر ۵۰ سانتي مترو ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن